اسلایدشوافغانستانروستي خبرونهسیاستسیمهمنطقیمهم مطالبنړۍ

د ایران ولسمشر په افغانستان کې د داسې حکومت د جوړولو غوښتنه وکړه چې د ټولو خلکو استازیتوب وکړي

دید خبری اژانس: د ایران ولسمشر ابراهیم رئیسی له خپل تاجیک سیال سره په ګډه کتنه کښې په افغانستان کښې د یو داسې حکومت د رامینځته کولو غوښتنه وکړه چې د ټولو قومونو او مذهبونو پیروانو استازیتوب وکړی .

ابراهیم رئیسي وویل: ایران او تاجیکستان د افغانستان د خلکو د وضعیت په اړه ګډې اندیښنې لري.

ابراهیم رئیسي په تیرو شلو کلونو کې د امریکا شتون «اشغال» وباله او زیاته یې کړه: «امریکا په افغانستان کې له تباهۍ، وژنې، وژلو او پټولو پرته بل څه نه دي پریښي.»

د ایران ولسمشر د چهارشنبې په سهار (عقرب ۱۷) د دوشنبې ښار ته ولاړ او هلته یې د تاجیکستان له ولسمشر امام علي رحمان او د دغه هېواد د ولسي جرګې له رئیس محمد طاهر ذاکرزاده سره وکتل.

د ایران د ولسمشرۍ د وېبپاڼې د خبر له مخې، په دې کتنه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ پر مسایلو سربېره د افغانستان پر وضعیت هم خبرې وشوې.

ابراهیم رئیسي له امام علي رحمان سره په یوه خبري کنفرانس کې زیاته کړه: موږ د دوو ګاونډیانو په توګه د نورو په پرتله د افغانستان د خلکو پر وړاندې د مسوولیت احساس کوو.

امام علي رحمان چې په تېرو دوو کلونو کې یې څو ځلې په افغانستان کې د ټول شموله حکومت پر جوړېدو ټینګار کړی، وویل: تاجیکستان د یوه داسې هېواد په توګه چې کورنۍ جګړې یې تجربه کړې، د ډیپلوماسۍ او خبرو اترو له لارې د ستونزو او شخړو د سوله ییز حل لپاره خپل ملاتړ اعلانوي. .

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا