افغانستانروستي خبرونهسیاست

افغان پلاوي د ناروې د بهرنیو چارو له وزیر سره د اوسلو د غونډې په څنډه کې خبرې وکړې

د دید خبری آژانس: د ولسی جرګې پخوانی غړې آغلې شاه ګل رضایی په اوسلو کښې د افغان پلاوی او د ناروې د بهرنیو چارو د وزیر ترمینځ د رغنده خبرو اترو اعلان وکړ.

افغان پلاوي د ناروې د بهرنیو چارو له وزیر سره د اوسلو د غونډې په څنډه کې خبرې وکړې

د افغانستان د اسلامي جمهوریت د واکمنۍ پر مهال د ولسي جرګې غړی شاه ګل رضايي وايي، د ناروې له بهرنیو چارو وزیر سره یې د افغانستان د وضعیت په اړه رغنده خبرې کړې دي.
اغلې رضايي په ټویټ کې لیکلي: د ناروې د بهرنیو چارو له وزیر سره د افغانستان د وضعیت او د یوې هراړخیزې حل لارې د موندلو لپاره د نړیوالې ټولنې د ملاتړ د اړتیا په اړه ګټورې او رغنده خبرې.
د جګړې او سولې ته د حل لارې موندلو تر عنوان لاندې غونډه پرون د ناروې په پلازمېنه اوسلو کې د یو شمېر هېوادونو او نړیوالو سازمانونو د استازو په ګډون جوړه شوه او نن هم دوام لري.
د ناروې د بهرنیو چارو وزارت افغانستان د غونډې د یوې موضوع په توګه اعلان کړ.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا