اسلایدشوافغانستانروستي خبرونهسیاست

فلیپین د افغان کډوالو د منلو لپاره خپلې هڅې اعلان کړې

ډید خبري اژانس: په واشنګټن کې د فیلیپین سفیر ویلي چې د امریکا حکومت له دغه هېواده غوښتي چې امریکا ته تر رسېدو پورې دې سیمه ییز افغان همکاران ومني.

فلیپین پرون اعلان وکړ چې د هغو افغان کډوالو پر منلو کار کوي چې په افغانستان کې یې د امریکا د حکومت په بېلابېلو پروژو کې کار کړی دی.

په واشنګټن کې د فیلیپین سفیر خوزه مانویل روموالدز راپور ورکړ چې متحده ایالاتو دا غوښتنه د ۲۰۲۲ په اکتوبر کې سپارلې وه.

د هغه په ​​وينا، افغان کډوال به په موقت ډول په دغه جنوب ختيځې اسيا هیواد کې تر هغه وخته پاتې شي، چې واشنګټن ورته د کډوالۍ ځانګړې ويزه ورکړي.

هغه زیاته کړه: د (فلیپین) حکومت دغه وړاندیز په دقت سره مطالعه کوي.

د فیلیپین سفیر ویلي، چې د تښتېدلو افغانانو په اړه به پلټنې وشي، خو که د دوی ویزې رد شي، بېرته به افغانستان ته واستول شي.

د يادونې وړ ده، چې اوسمهال زرګونه افغانان چې د امريکا په بېلابېلو پروژو کې يې په افغانستان کې کار کړى، په ګاونډيو هېوادونو کې مېشت دي او واشنګټن ته په دې انتظار دي، چې دوى به د کډوالو په توګه ومني.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

هم چک کړئ
بستن
دکمه بازگشت به بالا