اسلایدشوافغانستانروستي خبرونهسیاست

د سولې او انتقالي عدالت نړیوال سازمان: د ۲۹ افغان څارنوالانو وژنه او شکنجه مستند شوې

ډید خبري اژانس: د افغانستان د سولې او انتقالي عدالت سازمان د ۲۹ افغان څارنوالانو د وژنې او شکنجه کولو اسناد اعلان کړل.

د سولې او انتقالي عدالت نړیوال سازمان چې مرکز یې په نیویارک کې دی، یوه نوې اعلامیه خپره کړې چې وایي، په افغانستان کې ۲۹ څارنوالان مستند شوي دي.

د دغه سازمان په خبرپاڼه کې راغلي: «د امریکا د مدافع وکیلانو د ټولنې له خوا تر لاسه شوي اندیښمنونکي راپورونه ښيي چې د ۲۰۲۱ کال د اګست له ۱۵مې نیټې راهیسې ۲۹ افغان څارنوالان په مرموز ډول وژل شوي یا شکنجه شوي دي».

د دغه سازمان په خبرپاڼه کې راغلي چې دغه وژنې چې «د طالبانو په لاس او یا د طا-لبانو له خوا خوشې شوي مجرمین دي» د تحقیقاتو لپاره د جرمونو نړیوالې محکمې ته استول شوي دي.

باید وویل شي، چې تر دې وړاندې د بشري حقونو سازمانونو او بنسټونو د افغان څارنوالانو، وکیلانو او قاضیانو پر وړاندې د ژوند له خطر سره مخامخ کېدو خبرداری ورکړی و.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا