اسلایدشوافغانستانروستي خبرونهسیاستسیمهمنطقیمهم مطالب

د نجات ملي مقاومت شورا له ایران او پاکستان وغوښتل چې له ترهګرۍ سره په ګډه مبارزه وکړي

دید خبری آژانس: د افغانستان د ژغورنې لپاره د مقاومت ملی شورا د ایران او پاکستان وروستیو کړکیچونو ته په غبرګون کښې له دغو دواړو هیوادونو وغوښتل چې له ترهګرۍ سره د مقابلې پر ځای په ګډه مبارزه وکړی.

د مقاومت ملي شورا د جمعې په شپه (د جدی ۲۹) د یوې اعلامیې په خپرولو سره ایران او پاکستان ته بلنه ورکړې چې له زغمه کار واخلي.

  دغې شورا ویلي، د ایران او پاکستان ترمنځ هر ډول کړکېچ د سیمې امنیت ګډوډوي.

په خبرپاڼه کې راغلي: «ایران او پاکستان د طالبانو له واکمنۍ وروسته په عمل کې د ترهګرۍ تر ګواښ لاندې دي او له یو بل سره د تشنج پرځای باید له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې ګډ ګامونه پورته کړي».

دغې شورا همداراز هیله څرګنده کړې، چې د دواړو ګاونډیو هېوادونو ترمنځ کړکېچ به د خبرو او متقابلو همکاریو له لارې هوار شي.

د ایران او پاکستان متقابلو بریدونو چې د راپورونو له مخې د ملکي خلکو ژوند یې اخیستی، غبرګونونه راپارولي دي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا