اسلایدشوروستي خبرونهسیاستنړۍ

سپینه ماڼۍ: طا-لبان د نړۍ د خوښې خلاف حرکت کوي

ډید خبري اژانس: د سپینې ماڼۍ د امنیت شورا ویاند وايي، طا-لبان د هرې ورځې په تېرېدو سره د نړیوال مشروعیت له ترلاسه کولو څخه لېرې کېږي.

د سپینې ماڼۍ د امنیت شورا ویاند جان کربي پرون په یوه خبري غونډه کې وویل چې د طا-لبانو په اړه د واشنګټن پالیسي نه ده بدله شوې.

هغه همدا راز ټینګار کړی چې طا-لبان د نړۍ د ارادې خلاف حرکت کوي او د هرې ورځې په تېرېدو سره د نړیوال مشروعیت له ترلاسه کولو څخه لېرې کېږي.

جان کربي د خبریالانو د پوښتنو په ځواب کې ویلي چې طا-لبان په افغانستان کې د حکومتدارۍ او له ښځو او نجونو سره د چلند په اړه د خپلو ژمنو خلاف عمل کوي.

هغه څرګنده کړه: دوی نه یوازې دا چې د دغو ژمنو په پوره کولو کې پاتې راغلی، بلکې برعکس لاره یې خپله کړې ده.

کربي یو ځل بیا ټینګار کړی، چې په دې حالت کې امریکا د طا-لبانو د پېژندلو نیت نه لري.

جان کربي د القاعدې په اړه ویلي دي چې دا شبکه «یقینًا ډیره کمزورې شوې ده او داسې نه ښکاري چې افغانستان ته به بیرته راشي».

د هغه په ​​وينا، امريکا په افغانستان کې د ټولو ترهګرو ډلو څارنه کوي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا