اسلایدشوافغانستانروستي خبرونهسیاست

پاکستان د افغان مسافرو لپاره د «واحد سند» سیسټم د پلي کولو اعلان وکړ

ډيډ خبري اژانس: د پاکستان حکومت اراده لري چې د برتانيې د دورې له هغه سيسټم څخه د خلاصون لپاره خپلې ټولې هڅې په کار واچوي چې د افغانستان او پاکستان خلکو ته له ويزې پرته د سفر اجازه ورکوي.

یوه لوړ پوړي پاکستاني چارواکي چې له دغو پرمختګونو سره اشنا دی پرون وویل چې حکومت پریکړه کړې چې له افغانستان سره په ټولو سرحدي پولو کې د «واحد سند» سیستم پلي کړي.

اوس مهال افغانان کولای شي چې د «تخره» له لارې په ځینو سرحدي لارو کې له ویزې پرته پاکستان ته سفر وکړي.

دا کړنه په اصل کې د دې لپاره وه چې په دواړو غاړو کې د کورنیو او قومونو ویش ته لاره هواره کړي، کله چې انګریزانو د ډیورنډ کرښه په نښه کړه.

که څه هم دا پالیسي د دواړو هېوادونو په ځینو پولو کې موجوده وه، خو اوس به په ټولو سرحدي نقطو کې تطبیق شي.

د دې نوې تګلارې له مخې به ټول هغه افغانان چې په پاکستان کې په ناقانونه توګه ژوند کوي، ویستل کېږي.

د پاکستان د حکومت د اټکلونو له مخې شاوخوا ۱،۱ میلیونه افغانان په پاکستان کې په غیر قانوني توګه مېشت دي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا