اسلایدشوافغانستانبشری حقونهروستي خبرونهسیاست

د خبریالانو مرکز د دریو خبریالانو د خوشي کیدو غوښتنه وکړه

ډيډ خبري اژانس: د افغان خبريالانو مرکز په خوست کې د درېيو سيمه ييزو خبريالانو نيول تاييد کړل او د هغوى د خلاصون غوښتنه يې وکړه.

د افغانستان د خبریالانو مرکز نن چهارشنبه (۵ ثور) د دغو خبریالانو د بې قید او شرطه خوشې کېدو غوښتنه کړې ده.

دغه مرکز وايي، چې د ناز راډيو خبريال اسماعيل سعادت، د اقرا راډيو خبريال وحيدالله معصوم او د ولس غږ راډيو خبريال احسان الله تسل د دوشنبې په ورځ (د غوایی ٣مه) د امر بالمعروف وزارت له احضارولو وروسته نيول شوي دي.

دغه مرکز د سيمه ييزو سرچينو په حواله ليکلي: د امر بالمعروف رياست د دغو درېيو راډيوګانو رييسان په ګډه غونډه کې د ګډون په پلمه رابللي وو، خو د دغو راډيوګانو د رييسانو په نه شتون کې درې خبريالان د دوی په استازیتوب غونډې ته تللي وو.

د افغانستان د خبریالانو مرکز وايي، دغو دریو خبریالانو ته ویل شوي چې د موسیقۍ د غږولو او له ښځینه اورېدونکو سره د اړیکو د منع کولو په تور به محکمې ته حاضر شي.

د افغانستان د خبریالانو مرکز وايي، طا-لبانو د خبریالانو د نوم له اخیستو پرته د موسیقۍ د خپرولو او ښځو ته د ټیلیفوني خبرو په تور د ځینو رسنیو د کارکوونکو نیول کېدل تایید کړي دي.

د دغه مرکز د خبرپاڼې له مخې، د امر بالمعروف رياست د دې رياست د ګډې ډلې په يوه پيغام کې خبريالانو ته وويل، چې دغه خبريالان په بند محکوم شول.

د افغانستان د خبریالانو مرکز دغه کړنه «غیر قانوني» بللې او د رسنیو په چارو کې یې د لاسوهنې او پر هغوی د کار د محدودیتونو پر زیاتېدو اندېښنه ښودلې ده.

طا-لبانو پخوا په تصویري او غږیزو رسنیو کې د موسیقۍ پر خپراوي بندیز لګولی و، خو رسنیو ته د نجونو او ښځو پر ټیلیفون کولو بندیز د ۱۴۰۲ کال د حوت په میاشت کې د خوست د امنیه قوماندان په حکم نافذ شو.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

هم چک کړئ
بستن
دکمه بازگشت به بالا