افغانستانامنیت و حوادثروستي خبرونه

داعش په هرات کې د طا-لبانو پر ځواکونو د برید پړه پر غاړه واخیسته

د دید خبری آژانس د خبر له مخې: داعش ترهګرې ډلې په هرات کښې د طا-لبانو د الفاروق د قول اردو په ګاډی د حملې مسئولیت په غاړه واخیست.

داعش په هرات کې د طا-لبانو پر ځواکونو د برید پړه پر غاړه واخیسته

داعش ترهګرې ډلې د یوې ویډیو په خپرولو سره پرون (دوشنبه د سرطان په ۱۳ مه) په هرات کې د طا-لبانو د الفاروق قول اردو پر موټر د برید مسولیت په غاړه واخیست.
د هرات سیمه ییزو سرچینو خبر ورکړی، چې د دوشنبې په ورځ (د سرطان په ۱۳ مه) د هرات ښار د مستوفیت په سیمه او یوه پوسته کې د وسله والو طا-لبانو پر ۲ موټرونو د نامعلومو کسانو له خوا برید شوی دی.
د دغه خبرځاى دڅرګندونو له مخې: په دې پيښه کې د قول اردو د قرارګاه ١٨ تنه ملکي کارکوونکي او دوه تنه محصلين ټپيان شول او دوه تنه نور ووژل شول.
طا-لبانو په وار وار ویلي چې داعش په افغانستان کې واک نه لري او دا ډله مبالغه ده.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا