اسلایدشوروستي خبرونهسیاستنړۍ

هند او چین په متنازع سرحدي سیمه کې د سولې او ارامۍ پر ساتلو موافقه وکړه

دید خبری آژانس: چین او هند په لانجمنې سرحدی سیمه کښې د پاتې مشکلاتو د سمدستی حل لپاره موافقه وکړه.

چین او هند په همالیا کې د جنجالي سرحدي سیمو د تاو تریخوالي د حل لپاره د  د پوځي قوماندانانو په کچه د ۱۹ غونډې وروسته په ګډه اعلامیه کې اعلان وکړ چې دوی په لویدیځ سکټور (LAC) کې د پاتې ستونزو د سمدستي حل په اړه موافقه وکړه.

په دغه بیانیه کې راغلي دي: دواړو لورو په سرحدي سیمو کې د سولې او ارامۍ په ساتلو موافقه وکړه.

د ۲۰۲۰ راهیسې د ۱۸ دورو خبرو اترو په پایله کې، اړخونو موافقه وکړه چې خپل ځواکونه په دوه اړخیزه توګه له دریو تاوتریخوالو سیمو څخه وباسي.

د اپریل په میاشت کې د خبرو اترو په ۱۸ پړاو کې، د ډیپسان پلوټو او دیمچوک سیمې څخه د وتلو په اړه کومې موافقې ته ونه رسیدل.

د هند، چین او پاکستان تر منځ په غرنیو سرحدي سیمو کې تل شخړه رامنځ ته شوې او څو څو ځله یې د بشپړې جګړې تر کچې کړکېچنه کړې ده.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا