اسلایدشوافغانستانروستي خبرونهسیاستمهم مطالبنړۍ

خیرالله خیرخواه آصف دراني ته: سیاست باید د دواړو هېوادونو ترمنځ د ترانزیت خنډ نه شي

ډید خبري اژانس: د اطلاعاتو او فرهنګ وزیر ملا خیرالله خیرخواه د افغانستان لپاره د پاکستان له ځانګړي استازي اصف دراني سره په کتنه کې ټینګار وکړ چې هر ډول ستونزه باید د خبرو له لارې هواره شي او سیاست باید د دواړو هېوادونو ترمنځ د ترانزیت خنډ نه شي.

د اطلاعاتو او کلتور وزارت سرپرست د افغانستان لپاره د پاکستان له ځانګړي استازي اصف علي دراني سره د امنیتي مسایلو، سوداګرۍ او د مسافرو پر ستونزو خبرې کړې دي.

داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت له خوا په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې خيرخواه په پاکستان کې دافغان اتباعو نيولو ته اشاره کړې او زياته کړې يې ده چې هر هغه پيښې چې ددواړو هېوادونو په اړيکو منفي اغيز کوي بايد مخه يې ونيول شي.

د اطلاعاتو او فرهنګ وزیر ټینګار وکړ چې هره ستونزه باید د خبرو له لارې حل شي او سیاست باید د دواړو هېوادونو ترمنځ د ترانزیت خنډ نه شي.

د اطلاعاتو او کلتور وزارت د اصف علي دراني له قوله لیکلي، چې اسلام اباد له کابل سره همکارۍ ته چمتو دی او وروستۍ پېښې به په دقیقه توګه وڅېړي.

دا په داسې حال کې ده، چې څه موده وړاندې د طا-لبانو او پاکستاني پوله ساتو ترمنځ د نښتې له امله د تورخم مهمه پوله د لسو ورځو لپاره تړل شوې وه او دې مسالې ګڼې ستونزې راولاړې کړې وې.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا