اسلایدشوافغانستانروستي خبرونهسیاست

مجاهد: د اقلیم د بدلون نړیوالې غونډې ته زموږ استازی نه و بلل شوی

ډيډ خبري اژانس: د طا-لبانو ویاند ذبیح الله مجاهد وايي، نړیوالو ملګرو، د ملګرو ملتونو د اقلیم د بدلون په سرمشریزه کې خپل استازي نه دي بللي.

د ملګرو ملتونو د اقلیم د بدلون ۲۸م کنفرانس د ۱۴۰۲ کال د قوس په ۹ او ۲۱ د متحده عربي اماراتو په دوبۍ کې پیل شو.

مجاهد: له بده مرغه دې کنفرانس ته د افغانستان استازي نه دي بلل شوي.

د شنو خونو د ګازو په اخراج کې د افغانستان ونډه په نړۍ کې ۰.۰۸ سلنه ده چې د نړۍ د نورو هېوادونو په پرتله ډېره لږه ده، خو د اقلیم د بدلون د ناوړه اغېزو له امله په نړۍ کې یو له هغو هېوادونو څخه دی چې په دې برخه کې شپږم ځای لري.

مجاهد زیاته کړه: په نړیوالو غونډو کې د افغانستان د اسلامي امارت د استازو نه ګډون یو خنډ او مالي میکانیزمونو ته د افغانستان د لاسرسي محدودول او په دغه هیواد کې د اقلیم د بدلون د تطبیق د پروژو نه پلي کیدل ستر ظلم او جبر دی. د افغانستان خلک او افغانان باید له دې حقه محروم نه شي.

هغه زیاته کړه، نړیوال همکاران باید د افغانستان د اسلامي امارت استازو ته د سیاسي ملحوظاتو پرته په نړیوالو غونډو او کنفرانسونو کې د ګډون زمینه برابره کړي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا