اسلایدشوافغانستانروستي خبرونهسیاست

نن مي د ترکیې له لومړي وزیر جلالتماب بنعلي یلدیریم سره د امنیتي، اقتصادي، سیاسي او تحصیلي همکاریو پر زیاتوالي بحث وکړی

د ترکیې لومړي وزیر وویل،‌ چي هیواد ئې د تروریزم پر ضد د مبارزې په برخه کي د افغان حکومت سره اوږه پر اوږه ولاړ دی او د سولي لپاره د وړاندیز سوي بستې څخه هم ملاتړ کوي.
هغه زیاته کړه، چي ترکیه د افغانستان او پاکستان ترمنځ د اړیکو بهتري غواړي او امادګي لري، چي د هیوادونو د مشرانو د درې اړخیزي غونډي کوربتوب هم وکړي.
نوموړي یادونه وکړه، چي دوی د سولي په پروسه کي د افغان حکومت هڅي ستايي او هیله لري، چي وسلوال طالبان به له دې تازه ایجاد سوي فرصت څخه د سولي لپاره ګټه واخلي.
هغه ماته بلنه راکړه، چي د می په میاشت کي د افغانستان او ترکیې د اقتصادي کمېسون په ناسته کي د ګډون په موخه ترکیې ته سفر وکړم.
ما د اقتصادي کمېسون ناستي ته د ترکیې د لومړي وزیر دعوت ومنی. په دې کمېسون کي به د تجارت، ټرانزیټ، پانګه اچوني او نورو اقتصادي همکاریو په اړه بحثونه وسي.
ما هیله وښوودل، چي د ترکیې تجار او پانګوال به افغانستان کي‌ پانګونه وکړي او په دې توګه یه د اقتصادي همکاریو زیاتوالي ته زمینه مساعده سي.
موږ په ترکیه کي د میشتو قانوني او غیر قانوني کډالو په اړه هم خبري وکړې. زما بحث دا وو، چي قانوني کډوالو ته دي د ښه ژوند او تجارت زمینه مساعده سي او غیر قانوني کډوال دي د دوو هیوادونو د کورنیو چارو وزارتونو تر پېژندني او تثبیت وروسته په عزت خپل وطن ته راولېږل سي.
ما د ترکیې صدر اعظم ته وړاندیز وکړی، چي افغان محصلینو ته نور بورسونه ورکړي او همداراز د ناروغانو لپاره د تداوۍ په برخه کي لازمي اسانتیاوي ایجاد کړي.
موږ همداراز د افغان ترک مکاتبو د مدیریت، د هیواد د ټاکنو پر پروسې او د جمهوري ریاست د لومړي مرستیال په اړه هم بحث درلودی.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

هم چک کړئ
بستن
دکمه بازگشت به بالا