افغانستانحکومتروستي خبرونهسیاست

د ملي دفاع وزارت ویاند وټاکل شو

د افغانستان اسلامي امارت د ملي دفاع وزارت سرپرست وزیر د لارښوونې سره سم، د چارو ښه پر مخ وړلو په موخه، قاري لطف الله حبیبي د ستراتیژیکو اړیکو او عامه چارو ریاست د رییس او ویاند په توګه وګمارل شو او په دنده یې پیل وکړ.


د افغانستان اسلامي امارت د ملي دفاع وزارت مشرتابه د بیان ازادۍ، اطلاعاتو ته د لاس رسي اصل او د هېواد ټولو ځورېدلو وګړو ته د حقایقو په خپرولو کې له ټولو ملي او بین المللي رسنیو سره همکار دی.
د ملي دفاع وزارت د ستراتیژیکو اړیکو ریاست ټولو ملي او بین المللي رسنیو ته خبر ورکوي، چې د یاد وزارت ویب سایټ، ټولنیزې شبکې او واټساپ ګروپ بیا ځلې فعال شوي دي، رسنۍ کولی شي چې له دې اطلاعاتي چینلونو څخه ټولې خبرپانې او اطلاعات تر لاسه کړي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا