اسلایدشوافغانستاناقتصاد او پراختیاروستي خبرونه

بلخ؛ د کووید ۱۹ ( کرونا ) ویروس کلنیک افتتاح شو

نن جمعه د ۱۳۹۹ کال د وري په ۱۵ مه، د بلخ ولایت والي محمد اسحق رهکذر له لوري د کوید ۱۹ یا ( کرونا ) ویروس تشخیصیه کلینیک د مجهزه وسایلو سره افتتاح او ګټې اخستنې ته وسپارل شو.

نن جمعه د ۱۳۹۹ کال د وري په ۱۵ مه، د بلخ ولایت والي محمد اسحق رهکذر له لوري د کوید ۱۹ یا ( کرونا ) ویروس تشخیصیه کلینیک د مجهزه وسایلو سره افتتاح او ګټې اخستنې ته وسپارل شو.
د دید خبری آژانس په رپوت، ددغه کلینیک په افتتاح کې د بلخ ولایتي شورا ریس ډاکټر محمد افضل حدید، د بلخ د عامې روغتیا ریس ډاکټر خلیل الله حکمتي او ګڼ شمېر نورو ډاکټرانو هم شتون درلود.
د بلخ والي محمد اسحق رهګذر وویل: دا د خوښۍ ځای دی چي نن د کرونا ویروس تشخیصیه کولو کلینیک افتتاح او ګټې اخستنې ته سپارو، دا په داسې حال کې ده چي له دې وړاندې به د کرونا ویروس سمپل تشخیصول مرکز ته لېږدول کېدل چي بېرته یې راپوره ډېر ورسته راتلو، خو اوس دا دی بلخ کې دغه تشخیصیه کلنیک ګټې اخستنې ته وسپارل شو.
خوشحاله یم، نن ددغه کلینیک چي په اوه یا اتو ساتونو کې د کرونا ویروس سل سمپلې تشخیصوي ګټې اخستنې ته وسپارل شو.
د بلخ او شاوخوا ولایتونو اوسیدونکي کولی شي چي دغه تشخیصیه کلینیک نه په اسانۍ ګټه پورته کړي او خپلې ستونزې ډاکټرانو سره شریکې کړي.
همدارنګه د بلخ والي د لوی رب له درباره ټولو وګړو ته د ښه صحت هیله وکړه وویل: ددغه کلینیک او د کرونا ویروس مرض تشخیصیه ماشین کولی شي چي بلخیانو ته زیات سهولتونه را مینځته کړي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا