اسلایدشوافغانستانروستي خبرونهسیاست

خصوصي پوهنتونونه دې د «حنفي فقهې خلاف» کتابونه پاک شي

د دید خبري آژانس د خبر له مخې، د اسلامي امارت د لوړو زده کړو وزارت ټولو خصوصي پوهنتونونو ته امر کړی، چې خپل کتابتونونه له هغو کتابونو پاک کړي، چې د حنفي فقهې خلاف دي.

د لوړو زده کړو وزارت ټولو پوهنتونونو او خصوصي تحصيلي موسسو ته لارښوونه کړې، چې د دغو موسسو کتابتونونه د «حنفي فقهې خلاف» کتابونو له شتون څخه پاک کړي.

د لوړو زده کړو وزارت د دعوت او ارشاد رياست دغه لارښوونه د روان کال د قوس په ٢٣مه، پوهنتونونو او خصوصي تحصيلي موسسو ته په يوه ليک کې کړې ده.

په دې لیک کې راغلي چې د پوهنتونونو او خصوصي تعلیمي موسسو کتابتونونه باید له هغو کتابونو پاک شي چې د «حنفي فقهې خلاف»، سیاسي کتابونه او هغه کتابونه دي چې «ایډیالوژیکي ستونزې» رامنځته کوي.

په مکتوب کې دا هم راغلي، چې د دغه ډول کتابونو پر ځای دې «د رسول الله صلی الله علیه وسلم د سیرت په اړه نور ښه کتابونه» ولیږدول شي او نوملړ دې د لوړو زده کړو وزارت د دعوت او ارشاد له ریاست سره شریک شي.

د لوړو زده کړو وزارت سرپرست ندا محمد ندیم په دې وروستیو کې د کنړ ولایت په سیدجمال الدین افغان پوهنتون کې وویل چې په افغانستان کې هیڅ مذهب نشته او د دې هېواد ټول خلک حنفي فقه پیروي.

دا په داسې حال کې ده چې د حنفي فقهې ترڅنګ جعفري فقه هم په افغانستان کې ګڼ شمېر پیروان لري.

جعفري فقه د تیرو دوو لسیزو په حکومتونو کې په رسمیت پیژندل شوې وه او جعفري فقه په هغو ښوونځیو کې تدریس کیدله چې شاګردان یې د شیعه مذهب پیروان وو.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا