اسلایدشوبشری حقونهروستي خبرونهسیاستمهم مطالبنړۍ

د اسرائیلي رژیم له لوري په ۱۷۶ ورځو کې تر ۳۲ زرو ډېر فلسطینیان وژل

دید خبری آژانس: د فلسطین د روغتیا وزارت په غزه کښې د اسرائیلو د رژیم د ۱۷۶ ورځنیو حملو د قربانیانو وروستۍ احصائیه ۳۲۷۰۵ ته اعلان کړه.

د آنادولو له مخې د فلسطین د روغتیا د وزارت ویاند اشرف القدره نن شنبه اعلان وکړ: د غزې په تړانګه کښې د صهیونیسټی رژیم د ۲۴ ساعته حملو په نتیجه کښې ۸۲ فلسطینیان وژل شوی او ۹۸ نور ژوبل شوی دی.

د دغې اعلامیې له مخې، پر غزې د اسرائیلي رژیم د بریدونو د قربانیانو شمېر ۳۲۷۰۵ تنو ته او د زخمیانو شمېر ۷۵۱۹۰ تنو ته لوړ شوی دی.

په دغه بیانیه کښې د سړکونو په څنګ کښې د خاورو لاندې د جسدونو شتون ته په اشارې سره څرګنده شوې چې د صهیونیسټی پوځیانو د خنډ په وجه د طبی ډلې او د ملکی دفاع مامورین نه شی کولای دغه جسدونو ته ورسیږی.

دا په داسې حال کښې دی چې د اسرائیلو د رژیم له خونړیو حملو سره سره د دغه رژیم د جنګی کابینې ترمینځ اختلافات زیات شوی دی او د دغه رژیم متحدانو هم د غزې د خلکو د وژلې په هکله حساسیت ښودلی دی.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا