اسلایدشوروستي خبرونهسیاستنړۍ

آيت‌الله خامنه‌اي: د اوکراين ملت د لويديځ د وسلو توليدونکو شرکتونو د ګټو قرباني شوی دی

دید خبری اژانس: د ایران داسلامی جمهوریت مشر آیت‌الله سید علی خامنه‌ای د اوکراین د کړکیچن حالت په باره کښې وویل د اوکراین ملت د لویدیځ د استعماری تحرکاتو او لوټمارۍ قرباني شوی دی.

د تسنیم د راپور له مخې، د ایران د اسلامي جمهوریت مشر آیت‌الله سید علي خامنه‌اي د چهارشنبې په ورځ (د سرطان ۲۱مه) په یوه جلسه کې د اوکراین د وضعیت په اړه څرګندونې وکړې او لویدیځ یې استعمارګر وباله.

آیت الله خامنه‌ای: د اوکراین خلک باید ووژل شي، ځکه چې د لویدیځو وسلو د تولید او پلورلو شرکتونو ګټې په اوکراین کې د جګړې په دوام کې دي.

ښاغلی خامنه‌ای په خپلو ویناوو او دریځونو کې تل لویدیځ د بدبختۍ او جګړې لامل بولي او پر وړاندې یې پر مبارزې ټینګار کوي.

هغه د امریکا په اړه وویل: امریکا چې امام ورته د لوی شیطان لقب ورکړی، په مختلفو ډګرونو کې د شیطاني صفاتو او بدیو مجموعه ده، سیاسي، له ولسونو سره ټکر، د امریکا له ملت سره مقابله، نژاد پالنه، جنسیتي اخلاق، جرم او ظلم».

په دغه کانفرنس کښې د ایران مشر د مجازی فضا، انټرنېټ او مصنوعی هوش له لارې د لویدیځ د حملو په وړاندې د مبارزې په ضرورت ټینګار وکړ.

خو ایران یو له هغو هېوادونو څخه دی چې د اوکراین په جګړه کې یې د روسیې ترڅنګ ولاړ او د لویدیځ له دریځونو سره مخالفت ښودلی دی.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

هم چک کړئ
بستن
دکمه بازگشت به بالا