اسلایدشوافغانستانروستي خبرونهسیاست

جمهوررئیس غني: د هیواد وسلوال ځواکونو ساتنه، پیاوړتیا او تجهیز زموږ لومړۍ دنده ده

د افغانستان اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمد اشرف غني نن له غرمې مخکې، د کب نهمه ـ د هیواد د امنیتي او دفاعي ځواکونو ورځې د نمانځنې په مراسمو کې ګډون او وینا وکړه.

د جمهوری ریاست مانی په نقل، جمهوررئیس غني په داسې حال کې چې د جمهوري ریاست مرستیالانو یې ملتیا کوله، ملي دفاع وزارت ته له رسېدو سره سم لومړی د تشریفاتو قطعه معاینه او د امنیتي او دفاعي ځواکونو د شهیدانو منار ته یې د ګلونو ګېډۍ کېښوده.
جمهوررئیس غني دغو مراسمو ته پخپلې وینا کې د هیواد د ملي امنیتي او دفاعي ځواکونو د ورځې مبارکۍ ترڅنګ وویل، نن د افغانستان دولت او ملت ته د ویاړ ځای دی چې خپل اتل امنیتي او دفاعي ځواکونه نمانځي او ستاسو له برکته افغانستان پیاوړی او پخپلو پښو ولاړ دی.
هغه دېته په اشارې چې ولې دولت د هیواد پر امنیتي او دفاعي ځواکونو ویاړي وویل: دا ویاړ له دې امله دی چې له تاسو پرته به دولت موجود نه وای او ټول باید باور ولري چې د امنیتي او دفاعي ځواکونو ساتنه، پیاوړتیا او تجهیز زموږ لومړۍ دنده ده.
جمهوررئیس د امنیتي او دفاعي ځواکونو لوړه روحیه وستایله وې ویل، زه هره اونۍ د وسله وال پوځ د شهیدانو له وارثینو سره خبرې او د هغوی د کورنیو د روحیې قدرداني کوم.
جمهوررئیس غني څرګنده کړه، د افغانستان دښمنان دې پوه شي چې امنیتي او دفاعي ځواکونه د دې خاورې واقعي بچیان دي او ټول ملت یې ترڅنګ ولاړ دی. ستاسو هر یو رضاکار او د دې خاورې سرباز دی. دولت ژمن دی چې تاسو ته به تل د ملي پانګې په توګه ګوري.
جمهوررئیس وویل، امنیتي او دفاعي ځواکونو په تېرو شپږو کلونو کې هغه لار وهلې چې په نورو هیوادونو کې ډېر وخت نیسي او په تېرو ۱۴۰ کلونو کې له دې ځواکونو څخه دخلکو ملاتړ بېساری دی، ځکه زموږ امنیتي او دفاعي ځواکونه د افغانستان د اساسي قانون ساتونکي او تطبیقوونکي دي.
جمهوررئیس زیاته کړه، د افغانستان د نفوس اکثریت ځوانان جوړوي او تاسو امنیتي او دفاعي ځواکونه په ځوانه پیاوړې روحیه د یو ځوان نسل ملاتړ او ساتنه کوئ.
جمهوررئیس د هیواد امنیتي او دفاعي ځواکونو ته په خطاب کې وویل، ستاسو په څېره کې واحد ملت، ثبات او د افغانستان هوساینه او سوله لیدل کېږي، له تاسو او اتلولیو پرته به مو نن د سیاست ډګر متفاوت وای.
هغه زیاته کړه، ستاسو اتلولي، قربانۍ او وړتیا هره ورځ د نړۍ د رهبرانو له لوري ستایل کېږي او تاسو یوازې د افغانستان د خپلواکۍ نه، بلکې د نړۍ د امنیت ساتنه کوئ.
د وسله وال پوځ اعلی سرقوماندان وویل، په ۱۴۰۰ کال کې به د امنیتي او دفاعي ځواکونو د شهیدانو ورثې ته د کورونو جوړول په قوت پیل شي.
جمهوررئیس د سولې لپاره د مناسبې فضا په رامنځته کولو کې د امنیتي او دفاعي ځواکونو د رول په اړه وویل: زموږ د خلکو پر وړاندې نننۍ جګړه له انسانیت، عدالت او حقانیت سره په تضاد کې ده او د اسلام مبین دین سره اړیکه نه لري.
د هیواد جمهوررئیس وویل، علمای کرام په دوحه، مکه، مدینه، اندونیزیا او د اسلامي نړۍ په نورو ټولو سیمو کې د استدلال په ډګر کې ښه وځلېدل، ځکه زموږ داعیه برحقه ده. جګړه د حل لار نه ده، خو اتلولي، ژمنتیا او جرئت په دې کې دی چې سوله وکړو.
جمهوررئیس د خپلو خبرو په پای کې وویل، څلوېشت کاله کېږي چې نړیوالې ټولنې د عظیم تاریخ او ځلانده تمدن لرونکي لېواله خلک له خپل بنسټیز حق چې هماغه سوله ده، محروم کړي او دا د منلو وړ نه ده، موږ پایداره او باعزته سوله غواړو او دا راتلونکې ده.
په دې مراسمو کې د ملي دفاع وزارت لومړي مرستیال شاه محمود میاخېل د امنیتي او دفاعي ځواکونو شهیدانو روح ته د دعا ترڅنګ د هغوی له کورنیو سره غمشریکي وکړه او هغو سرتېرو ته یې د دې ورځې د مبارکۍ ترڅنګ چې د جګړې په ګرمو سنګرونو کې همدا اوس د هیواد په دفاع بوخت دي وویل، د جمهوررئیس له لوري ځانګړي مډالونه، ترفیعات او نغدي مرستې د جګړې د لومړۍ کرښې اتلو سرتېرو ته ورکړل شوي دي.
د ملي دفاع وزارت لومړي مرستیال افغان ملت ته ډاډ ورکړ چې پسرلنۍ جګړې ته بشپړ تیاری لري او اوس افغان امنیتي او دفاعي ځواکونه د اکمالاتو، رهبرۍ او همغږۍ له اړخه په خورا ښه موقف کې دي.
همداراز په دغو مراسمو کې، د امنیتي او دفاعي ځواکونو د شهیدانو د کورنیو په استازیتوب د شهید نظام الدین مور حمیدې او د معلولینو په استازیتوب جګړن شاه زمان خبرې وکړې.
هغوی وویل، موږ د خپل هیواد لپاره قرباني ورکړې او چمتو یوو چې د دې وطن له لوېشت لوېشت خاورې دفاع وکړو.
په دې مراسمو کې سمونمل مومن خان پخپل لاس لیکل شوې د قران عظیم الشان نسخه جمهوررئیس ته ډالۍ کړه او همداراز د هیواد د امنیتي او دفاعي ځواکونو د اتلولیو په اړه یو کوچنی فلم هم نندارې ته وړاندې شو.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا