اسلایدشوروستي خبرونهسیاستنړۍ

د ازبکستان ولسمشر نن سعودي عربستان ته ځي

ډید خبري اژانس: د ازبکستان ولسمشر به سعودي عربستان ته د خپل سفر په ترڅ کې د سیمه ییزو او نړیوالو مسایلو په اړه د نظر تبادله وکړي.

د ازبکستان ولسمشر شوکت میرضیایف د سعودي عربستان د پاچا سلمان بن عبدالعزیز آل سعود په بلنه نن (د سرطان ۲۷مه) د «منځنۍ اسیا – د فارس خلیج د عربي هېوادونو د همکارۍ شورا» په غونډه کې د ګډون په موخه جدې ته سفر کوي.

دغه دوه ورځنی سفر به نن او سبا دوام وکړي.

د سعودي عربستان، بحرین، قطر، کویټ، متحده عربي اماراتو، عمان، قزاقستان جمهوریت، قرغزستان جمهوریت، تاجکستان او ترکمنستان ولسمشران او همدا راز د دغې شورا عمومي منشي به په راتلونکې غونډه کې ګډون وکړي.

په دې غونډه کې به په سیاسي، سوداګریزو، اقتصادي، پانګونې، کلتوري او بشري برخو کې د سیمه ییزو همکاریو پر پراختیا خبرې وشي.

د نړيوال او سيمه ييز سياست د اړخونو په اړه به هم د نظريو تبادله وشي.

ټاکل شوې چې د دې سرمشریزې په چوکاټ کې دوه اړخیزې ناستې ترسره شي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

هم چک کړئ
بستن
دکمه بازگشت به بالا