روستي خبرونهټولنه

د دوه ځانۍ پر مهال د صحي خوړو اغېز

څېړونکي وايي هغه مېرمنې چې له ميندوارۍ وړاندې او د ميندوارۍ پر مهال روغتيايي خواړه خوري د ماشومانو د زړه پر ناروغۍ د اخته کېدو چانس يې کم وي.

امریکا کې په ۱۹۰۰۰ مېرمنو او د هغوی پر خوړو شوې څېړنې وروسته د ميندواره مېرمنو او د روغتيايي خوړو تر منځ دغه نتيجه مخې ته راغلې ده.

په روغتيايي خوړو کې تازه کبان، تازه مېوه، وچه مېوه او سبزي شامله وه.

ميندوارې مېرمنې يا هغه مېرمنې چې غوښتل يې مېندواره شي، مشوره ورکړل شوې وه چې ځينې نور بشپړونکي مواد يا ويټامين هم واخلي.

روغتيا پوهانو ميندوارو ښځو ته د زيږېدنې د خطرونو د مخنيوي لپاره فولېک اسېد (ويټامين بي) او د روغو هډوکو او غاښونو لپاره ويټامين ډي ورکړي وو.

د انګلستان حکومت د ميندوارو مېرمنو لپاره د روغتيايي خوړو يو پروګرام جوړ کړی چې له کبله يې ميندواره مېرمنې کولای شي شېدې او سبزي واخلي.

دغه څېړنه چې د “ناروغيو په ارشيف” کې خپره شوې وايي نژدې نيمايي ماشومانو د زړه ناروغي لرله او نيمايي نور يې بيا په دې ناروغۍ نه وو اخته.

کله چې روغتيا پوهانو د دې دواړو ډلو خواړه وڅېړل ويې موندله چې د هغو ماشومانو ميندو چې روغتيايي خواړه خوړلي وو د زړه پر ناروغۍ د اخته کېدو چانس يې کم و.

ميندواره مېرمنې چې د روغتيايي خوړو په لومړيو ۲۵ سلنه کې وو د هغو په پرتله چې د پای ۲۵ سلنه کې و د زړه پر ناروغۍ د اخته کېدو چانس يې لږ و.

په ماشومانو کې د زړه ځينو ناروغيو لکه د زړه سوری، ژر درملنه نه کېږي ځکه کېدای شي د عمر په تېرېدو ښه شي. خو نورې ناروغۍ کېدای شي خطرناکې او وژونکي وي.

د زړه ذاتي ناروغي (Congenital Heart Disease) په بريتانيا ډېره تر سترګو کېږي، ويل کېږي په ۱۰۰۰ نويو زيږېدلو ماشومانو کې ۹ يې په دې ناروغۍ د اخته کېدو چانس لري.

د بريتانيا د زړه ټولنه وايي دغه څېړنه په زړه پورې ده، چې د ژوند له پيله د روغتيايي خوړو اهميت ښيي.

“له ميندوارۍ وړاندې او د ميندوارۍ پر مهال روغتيايي خواړه د مور او ماشوم دواړو پر روغتيا ښه اغېز لرلی شي”

د صحي خوړو خوړل د ذاتي ناروغيو د مخنيوي يوازينۍ لار نه ده، خو دا کولای شي مېرمنې دې ته وهڅوي چې د ميندوارۍ پر مهال روغتيايي خواړه انتخاب کړي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا