اسلایدشوافغانستانروستي خبرونه

طالبانو یوولس تنه بندیان خوشي کړل

طالبان وايي، هغه یوولس دولتي عسکر يې خوشې کړي چې څه موده مخکې يې په کندهار ولايت کې د جګړې پر مهال نيولي و.

د طالبانو له لوري رسنيو ته په لېږلې خبرپاڼه کې راغلي چې یاد عسکر يې د خپل مشر په امر ازاد کړي او زياتوي چې دغه يوولس تنه عسکر يې د ارغندان ولسوالۍ د سوزنيانو او د شاه وليکوټ ولسوالۍ د زنګيتان د قرارګاوو څخه نيولي و چې ټول خوشې شول.

په خبرپاڼه کې د ازاد شويو عسکرو نومونه هم راغلي او طالبان وايي د خوشې کولو پر مهال يې هر تن ته پنځه – پنځه زره افغانۍ د لارې خرڅ هم ورکړی دی.

دا په داسې حال کې ده، چې تېره ورځ راپورونه ورکول شول چې افغان ولسمشر اشرف غني د کابل زنبق څلور لارې د پېښې په تړاو د يوولسو طالب بنديانو د اعدام حکم توشيح کړی دی.

په ياده پېښه کې سل کسان ووژل شول او شاوخوا څلور سوه نور يې ټپيان شول.

د پېښې پړه داعش ډلې په غاړه واخيسته، خو د افغانستان ملي امنيت ادارې ادعا وکړه چې په دې پېښه کې طالبان او بالخصوص حقاني ډله شامله ده.

وسله والو طالبانو د کابل پېښه وغندله او په دغه بريد کې يې لاس لرل رد کړل.

طالبانو د دوی د يوولسو بندي ملګرو د دولت د اعدام د پريکړې په اړه سخت غبرګون څرګند کړ او د يوې اعلاميې په خپرولو سره يې وويل: که د دوی بنديان اعدام شي نو ټول دولتي ارګانونه، اړوندې ادارې، عدلي او قضايي محکمې او منسوبين به يې تر بريدونو لاندې ونيسي.

طالبانو ګواښ وکړ، که د دوی بنديان اعدام شي نو له دوی سره په بند کې د خارجي بنديانو ژوند به له هم ګواښ سره مخ شي.

اوس مهال د طالبانو په زندانونو کې ګڼ شمير بهرني بنديان شته، چې دوی غواړي په ځينو يې د خپلو بنديانو تبادله وکړي.

الماس خدرخېل

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا