اسلایدشوافغانستانبشری حقونهروستي خبرونه

د ملګرو ملتونو کارپوهان: طا-لبان هڅه کوي چې ښځې په بشپړه توګه تر واک لاندې راولي

دید خبری آژانس: د ملګرو ملتونو کارپوهان وایی چی طا-لبان هڅه کوی چی ښځی په بشپړه توګه تابع کړی.

په افغانستان کې د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي ریچارډ بنیټ او د ښځو او نجونو پر وړاندې د تبعیض په اړه د ملګرو ملتونو د کاري ډلې مشرې ډوروتي استراډا ټانک په ګډه راپور په افغانستان کې د ښځو او نجونو وضعیت په نړۍ کې تر ټولو ناوړه بللی دی.

دغه ګډ راپور چې پرون خپور شو، د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا ته سپارل شوی دی.

په دې راپور کې د ښاغلي بنیټ له خولې ویل شوي چې په افغانستان کې ښځې او نجونې له سخت تبعیض سره مخ دي چې ښایي جنسیتي تبعیض او د بشریت پر ضد جرم وبلل شي.

راپور زیاتوي چې داسې ښکاري چې د طا-لبانو د حکومت چارواکي چې له سیستماتیک تبعیض سره حکومت کوي، غواړي ښځې او نجونې په بشپړه توګه تر خپل تسلط لاندې راولي.

د يادونې وړ ده، چې په افغانستان کې ښځې او نجونې نږدې په بشپړه توګه په خپلو کورونو کې بندې دي او د کار او زده کړې اجازه نه لري.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا