افغانستانروستي خبرونهټولنه

په ایران کی د افغانستان سفارت: قلمی پاسپورت لرونکی افغان کډوالو په ایران کی د اقامو دورې تمديدیږي

هغې هوکړې له مخې چې د افغانستان اسلامی جمهوريت د بهرنيو چارو وزیر، ښاغلي محمد حنيف اتمر په خپل وروستي سفر کې د اېران اسلامي جمهوريت له لوړپوړو چارواکو سره د افغان کډوالو د قلمي پاسپورتونو د اقامو د تمدید په اړه کړې وه ؛ په دې وروستيو کې د اېران اسلامي جمهوريت د کورنيو چارو وزارت د اتباعو او بهرنيو کډوالو عمومي ادارې، په تهران کې د افغانستان اسلامي جمهوريت لوی سفارت ته خبر ورکړ، چې د دا ډول افغان کډوالو د اقامو تمديدولو لړۍ د يوې بلې دورې لپاره تمديدوي. په پام کې ده چې د ۱۳۹۹ لمريز کال د سلواغې له ۱۵مې نېټې د ۱۳۹۹ لمريز کال د کب تر ۱۵مې نېټې د اېران په ټولو ولايتونو کې د کډوالو پوليسو اداره د دا ډول افغان کډوالو اقامې تمديد کړي.

د اتباعو او بهرنیو کډوالو عمومي ادارې او د کفالت صنفي دفترونو له ټولنې سره له ناستو او خبرو وروسته پرېکړه وشوه، چې د کرونا وايرِس خورېدو او په تهران کې د افغانستان اسلامي جمهوریت سفارت، زاهدانو او مشهد جنرال کنسل‎ګریو ته د کډوالو د سفر پر وړاندې احتمالي ننګونو ته په کتو د کډوالو پاسپورټونه دې په هماغه ولایت کې چې مېشت دي، د کفالت دفتر له خوا راټول او کفالت دفتر دې د کډوالو پاسپورټونه په تهران، مشهد او زاهدانو کې د افغانستان سیاسي استازولیو ته د تمدیدولو په موخه وسپاري او له تمدید وروسته دې د پولیسو ادارې ته د اقامې د تمدید او له هغې وروسته دې بېرته کډوالو ته وسپاري. د دغې هوکړې له مخې هغه پاسپورټ لرونکي چې د پاسپورټ د اعتبار نېټه یې د روان کال په کب او د ۱۴۰۰ لمريز کال په وري کې پای ته رسېږي، د روان کال د سلواغې له ۱۱ نېټې دې خپل پاسپورټونه د کفالت تر ټولو نږدې مرکز ته وسپاري او د پاسپورت د تمدیدولو پړاونه دې بشپړ کړي چې د پاسپورت او اقامې تمدیدولو له پروسې پاتې نشي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا