اسلایدشوافغانستانروستي خبرونهسیاست

طا-لبان: امریکا دې د چورلکو او الوتکو د راتګ مخه ونیسي

دید خبری آژانس د خبر له مخی: په هیواد کې د طا-لبانو له واک ته رسیدو دوه کاله وروسته د افغانستان د دفاع وزارت وایی چې ګاونډیان به د امریکا د فشار له امله چورلکې او الوتکې بیرته نه راولی.

د ملي دفاع وزارت د ستراتېژۍ او پالیسۍ معین وايي، امریکا به د افغانستان ګاونډیو هېوادونو ته اجازه ورنه کړي، چې د افغانستان هغه ۶۰ چورلکې او الوتکې بېرته ورکړي، چې له وروستیو پرمختګونو وروسته ګاونډیو هېوادونو ته سپارل شوې وې.

ښاغلي فرسد وویل: ښايي د دوی شمېر تر ۶۰ پورې وي او دا مهال په یوه یا دوو هېوادونو کې دي او موږ په رسمي ډول ترې غوښتنه کړې، خو دوی ځکه عمل نه کوي چې د امریکا تر فشار لاندې دي.

محمد قاسم فرشاد ملت ته د حکومت د حساب ورکونې په پروګرام کې د څه باندې ۳۵ زره هغو کسانو د ګوښه کولو خبره هم کوي چې د دغه وزارت له چوکاټه په ګټې اخيستنې بوخت دي.

له بلې خوا د ملي دفاع وزارت ویاند عنایت الله خوارزمي خبر ورکوي چې د طا-لبانو له بیا فعالیت وروسته د وزارت تخنیکي ټیم شاوخوا پنځه سوه پوځي وسایط ترمیم کړي دي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا