اسلایدشوروستي خبرونهسیاستنړۍ

په پاکستان کې خونړۍ چاودنه؛ د تلفاتو زیاتوالی او پولیس یې پړه پر داعش اچوي

دید خبری آژانس: د پاکستان په باجوړ کښې په یوې غونډې له خونړی ځانمرګی برید یوه ورځ وروسته د خیبر پښتونخوا صوبې پولیسو د دغه حملې مسئول داعش بللی دی.

پاکستاني رسنیو په دې چاودنه کې د مرګ ژوبلې د زیاتوالي خبر ورکړی او ویلي یې دي چې لږ تر لږه ۴۶ تنه وژل شوي او تر ۱۰۰ زیات ټپیان دي.

دا چاودنه پرون (یکشنبه د اسد ۸مه) د خیبر پښتونخوا ایالت په باجوړ سیمه کې شوې ده.

د پولیسو یوه چارواکي نذیر خان ویلي، د باجوړ په روغتونونو او شاوخوا سیمو کې بېړنی حالت اعلان شوی دی.

هغه زیاته کړه:«موږ لا هم د باجوړ د چاودنې په اړه څېړنې کوو او معلومات راټولوو. لومړنۍ څېړنې ښيي چې داعش ډلې په دې چاودنه کې لاس درلود».

جیونیوز لیکلي چې د تحریک طا-لبان پاکستان او اسلام آباد تر منځ د اوربند له پای ته رسېدو وروسته په پاکستان کې د سخت دریځو بریدونو کې زیاتوالی راغلی دی. د روان کال په لومړیو کې په پېښور کې په یوه جومات کې چاودنې تر سلو ډېر کسان ووژل.

رسنیو زیاته کړه چې د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته په یوه وروستي راپور کې اشاره شوې چې د پاکستان تحریک طا-لبان ممکن د القاعدې سره د یوځای کیدو په لټه کې شي ترڅو یو پراخه چتر تنظیم رامینځته کړي چې په سویل کې ټولې هغه وسله والې ډلې شاملې دي چې په سویل آسیا کې فعاله دي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا