اسلایدشوافغانستانروستي خبرونهسیاست

اسلام‌آباد د ډیورنډ په اړه د ستانکزي څرګندونې «خیالی» بللې

دید خبري اژانس: د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د ډیورنډ په اړه د عباس ستانکزي وروستیو څرګندونو ته په غبرګون کې ویلي، چې د دروغو او خود غرضه ادعاوو پر ځای باید د پاکستان امنیتي اندېښنو ته پام وشي.

تېره ورځ د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د ډیورنډ په اړه د سرپرست حکومت د بهرنیو چارو د وزارت د مرستیال عباس ستانکزي څرګندونې بې اساسه او ناسمې وبللې او ویې ویل چې کابل باید د اسلام اباد اصلي امنیتي اندېښنو ته پام وکړي.

د پاکستان د بهرنیو چارو د وزارت ویاندې ممتاز زهرا بلوچ د رسنیو د پوښتنو په ځواب کې وویل چې د دې څرګندونو هدف د خلکو پام اړول دي او دا د افسوس وړ خبره ده.

ده وويل د پاكستان او افغانستان پولې د شريعت او حرمت په اړه هر ډول خود غرضه او دروغجنې دعوې نه شي كولې چې د جغرافیې٬ تاريخي او نړيوال قانون حقايق بدل كړي۔

د دغه وزارت ویاند زیاته کړه چې افغانستان ته سپارښتنه شوې چې د پاکستان اصلي امنیتي اندېښنو ته پام وکړي، څو په دا ډول عامه څرګندونو سره د خلکو پام ځان ته واړوي.

بلوچ ویلي دي: پاکستان ژمن دی چې د پاکستان او افغانستان د پولې په اوږدو کې د خلکو او مالونو د تګ راتګ په بشپړ ډول تنظیمي تګ راتګ د بین الحکومتي اړیکو پر بنسټ برابر کړي. موږ به د دې هدف لپاره خپلو اقداماتو ته دوام ورکړو.

د يادونې ده، چې ستانکزي په دې وروستيو کې ويلي، چې ډيورنډ د افغانستان او پاکستان تر منځ رسمي پوله نه ده.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا