افغانستاناقتصاد او پراختیاروستي خبرونه

زرګونه ټنه مایع ګاز هیواد ته داخلیږي

دید خبری آژانس: په هیواد کښې د ګازو د بیې له لوړیدو سره د طا-لبانو موقت حکومت له ترکمنستان څخه د زرګونو ټنو مایع ګازو د واردولو اعلان وکړ.

زرګونه ټنه مایع ګاز هیواد ته داخلیږي

د طا-لبانو د موقت حکومت اقتصادي مرستیال نن دوشنبه (د زمری ۳مه) په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې له ترکمنستان څخه لسګونه زره ټنه مایع ګاز چې د افغانستان بندرونو ته رسېدلی، ډېر ژر به دغه هېواد ته داخل شي.
د دغې خبرپاڼې له مخې، د حیرتان، آقینی او تورغونډۍ له بندرونو څخه زرګونه ټنه مايع ګاز د هېواد بازارونو ته ننوځي.
خبرپاڼه زیاتوي، چې د هېواد په بازارونو کې به د مایع ګازو بیه په بې ساري ډول راښکته شي.
په همدې حال کې په هېواد کې د اقتصادي کړکېچ او بېکارۍ له ډېرېدو سره خلک د خوراکي او سون توکو د بيو له لوړېدو شکايت کوي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا