افغانستانروستي خبرونه

په دفاع وزارت کې په فساد تورن کسان ونیول شول

له فساد سره د مبارزې عدلي او قضایي مرکز سرچینې وايي، د ملي دفاع وزارت اووه لوړ پوړي جنرال او کارکوونکي د فساد په تور د دغه مرکز له لوري نیول شوي دي.

د یاد مرکز سرچینو یک ټلویزیون ته ویلي، د یو عشاریه دوه میلونه ډالرو فساد، جعل او تزویر په تور اووه تنه نیول شوي، چې جنرالان او د دفاع وزارت لوړ پوړي کارکوونکي په کې شامل دي.

دغه سرچینې په دې اړه ډېر جزیات نه دي ورکړي؛ خو گومان دا دی چې دغه کسان په ځېنو قراردادونو کې د فساد له امله نیول شوي دي.

دغه مرکز د ولسمشر غني له لوري رامنځ ته شوی؛ خو نیوکه پرې دا ده چې لا یې له فساد سره د مبارزې په برخه کې هغسې گامونه نه دي اخیستي چې ولسمشر یې ژمنه کوله او د خلکو تمه وه.

دغه مرکز تر اوسه یوازې څو ټیټ پوړي کسان محاکمه کړي، چې تر ټولو ډیره سزا یې یوه کس ته د فساد په تور پنځه کاله بند و.

د خلکو غوښتنه دا ده چې دغه مرکز باید د فساد هغه لویې قضیې وڅېړي، چې میلونونه او ان تر ملیارد ډالرو په کې فساد شوی دی.

د دفاع وزارت رسماً تر اوسه د دغې موضوع په اړه څه نه دي ویلي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

هم چک کړئ
بستن
دکمه بازگشت به بالا