اسلایدشوافغانستانروستي خبرونهسیاست

د بهرنیو چارو سرپرست وزیر سره په تهران کې د افغانستان سفیر ویډیو کنفرانس

د افغانستان اسلامي جمهوریت بهرنیو چارو سرپرست وزیر، ښاغلي محمد حنیف اتمر، ویډیو کنفرانس له لارې په تهران کې د افغانستان اسلامي جمهوریت لوی سفیر او ځانګړي استازي، څېړنوال عبدالغفور لېوال سره په نړۍ کې د کرونا ویروس د خپرېدو له امله په رامنځته شوي ناورین او ننګونو، په ځانکړي ډول په اېران کې پر افغان کډوالو د دغه ناورین اغېز، سوداګرۍ، ترانزیت او داسې نورو اړوندو موضوعاتو خبرې وکړې.

د افغانستان اسلامي جمهوریت بهرنیو چارو سرپرست وزیر، ښاغلي محمد حنیف اتمر، ویډیو کنفرانس له لارې په تهران کې د افغانستان اسلامي جمهوریت لوی سفیر او ځانګړي استازي، څېړنوال عبدالغفور لېوال سره په نړۍ کې د کرونا ویروس د خپرېدو له امله په رامنځته شوي ناورین او ننګونو، په ځانکړي ډول په اېران کې پر افغان کډوالو د دغه ناورین اغېز، سوداګرۍ، ترانزیت او داسې نورو اړوندو موضوعاتو خبرې وکړې.
د دید خبری آژانس په رپوت، په لومړي سر کې ښاغلي اتمر، په اېران کې روان وضعیت او کرونا ویروس خپرېدو ته په پاملرنې افغان کډوالو سره د مرستې په پار د سفارت له لوري د شویو اقداماتو، په دغه ناورین کې افغان کډوالو ستونزو ته د حللارو په موخه د اړیکو مجازي دروازو پرانیستل او له دې لارې د افغان کډوالو د غوښتنو او ستونزو اولیت بندي، له هغې جملې قرنطین او شرایطو ته په کتو د هغوی معیشتي ستونزو ته د رسېدنې لپاره د میکانیزمونو جوړول، وضعیت په جدي توګه څارل او د اېران اسلامي جمهوریت د کرونا سره د مبارزې مرکز له لوري په روغتونونو کې په کرونا ویروس اخته افغانانو د کتنې او وړیا درملنې په باب د ښاغلي سفیر تشریحي راپور واورېده. همدا راز ښاغلي سفیر د ویډیو کنفرانس له لارې ډاډ ورکړ چې په ټولو دولتي روغتونونو کې د افغان وګړو درملنه وړیا ده، د افغان کډوالو د کډوالۍ کارتونو او اقامو د تمدید تعقیبول او دغه راز ځینې نور اقدامات تشریح کړل او د دغو ستونزو د حل په برخه کې یې د سفارت د یو شمېر نورو اقداماتو او د لازمو مرستو د ترلاسه کولو په اړه له اېراني چارواکو او په اېران کې له شته نړیوالو موسساتو سره چې د کډوالو په برخه کې مسوولیت لري د خپلو لیدنو په اړه د بهرنیو چارو سرپرست وزیر ته راپور ورکړ.
نوموړي دغه راز په اېران کې د افغان ماشومانو د ستونزو د حل او هېواد ته یې انتقال، د چابهار بندر له لارې تر میلک او اسلام قلعه بندر پورې د هند د ۷۵۰۰۰ ټنو غنمو د لېږد بهیر تعقیب او د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ او ترانزیت په برخه کې د همکاریو د دوام په اړه له اېراني چارواکو سره شویو خبرو ته اشاره وکړه.
د بهرنیو چارو سرپرست وزیر ښاغلي محمد حنیف اتمر د سفارت د کاري راپور له اورېدو وروسته، د غنمو د انتقال، د بې سرپرسته ماشومانو او په اېران کې د افغان بندیانو د ستونزو د حل په اړه لازمې لارښوونې وکړې او په اېران کې یې د افغان کډوالو د ستونزو په حل د تينګار ترڅنګ په دې برخه کې د سفارت د دوامداره پاملرنې غوښتنه وکړه.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا