اسلایدشوافغانستانروستي خبرونهټولنه

په هېواد کې د پولیو ضد واکسین کمپاین پیل شو

د دید خبري آژانس د خبر له مخې، د عامې روغتیا وزارت اعلان کړی، چې په راتلونکو ۴ ورځو کې به ۷،۵ میلیونه ماشومان واکسین شي.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت نن دوشنبه (د دلو ۹ مه) د یوې اعلامیې په ترڅ کې اعلان وکړ چې د پولیو پر وړاندې د مبارزې کمپاین د هېواد په یو شمېر سیمو کې پیل شوی چې په دې پړاو کې به ۷،۵ میلیونه ماشومان واکسین شي.

دغه وزارت وايي، دا د ۲۰۲۴ کال لومړی کمپاین دی چې څلور ورځې به دوام وکړي.

افغانستان او پاکستان یوازیني هیوادونه دي چې د پولیو ویروس لا هم ماشومان وژني.

باید وویل شي، چې تېر کال د ننګرهار په ګډون د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د پولیو څو مثبتې پېښې ثبت شوې وې.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا