روستي خبرونهنړۍ

ټرمپ:عربستان ته په ډالرو پسې تللی وم

د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي چې که سعودي عربستان ورسره وار دمخه د سونو ملیاردونو ډالرو په ارزښت د تړونونو ژمنه نه وای کړی، د ریاض غونډه کې يې ګډون نه کاوه.

د سي بي ان «کرېسچڼ براډکاسټنګ نېټورک» تلویزون سره په يوه تازه مرکه کې ډونالډ ټرمپ څرګنده کړه چې  سعودي ته يې ویلي وه چې که د وسلې او پانګه اچونې تړونونو ورسره لاسليک نه کړي او د ترهګرۍ له تمویله لاس وا نه خلي، د ریاض په غونډه کې ګډون نه کوي.

یاده مرکه کې نوموړي په قطر کې د خپلې اډې په اړه څرګندونو کې وویل چې اوس مهال له قطر سره ښې اړيکې لري، خو که بیا هم له دې هېواد څخه اډو وېستلو ته اړ شي، دی پرې نه خفه کېږي او نه يې له ويستلو ډډه کوي، ځکه په وینا  يې داسې لسګونه نور هېوادونه شته چې په پراخ زړه دوی ته اډې ورکوي او د دوی هرکلی کوي.

د یادونې وړ ده چې تېره میاشت په ریاض کې د امريکا په مشرۍ  ۵۵ اسلامي هېوادونو غونډه وکړه، چې په ترڅ کې يې امریکا له سعودي سره د ۴۰۰ ملیاردو ډالرو په ارزښت تړونونه لاسليک کړل.

یاد تړون کې چې د سعودي په تاريخ کې له امريکا سره تر ټول ستر تړون دی، سعودي له امريکا څخه  الوتکې، ټانګونه، جنګي بيړۍ، توغندي او نورو دفاعي سېستمونو وپېرل.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا