اسلایدشوافغانستانروستي خبرونهسیاست

عباس ستانکزی: جنګ نه ستړي نه یوو، د امريکا خلاف به ۴۰ کاله نور هم وجنګیږو

د دید خبری آژانس: د طا-لبانو د بهرنيو چارو وزارت سياسي مرستيال شېر محمد ‏عباس ستانکزی، چې له بيا- بيا غوښتنو وروسته يې امريکا په کابل کې خپل سفارت بیرته فعال نه کړ، نن دغه هېواد ته خبرداری ورکړ چې پر ضد به يې ۴۰ کلنه جګړه پیل کړي.

ستانکزي له طا-لبانو څخه د يو شمېر شیعه علماوو په ملاتړ غونډه کې وويل: موږ د ټولې نړۍ پروړاندې یوازې وو، دې ته نړیواله جګړه ویلي شو او موږ دا جګړه وګټله.
هغه امريکا متحده ايالات مخاطب او ورته وویل: یوځل بیا امریکا ته وایم، چې زموږ په کورنیو چارو کې مداخله مه کوئ، هیڅوک دې دا فکر نه کوي چې افغانان له جګړې ستړي دي او له ځانه دفاع نشي کولی، که اړتیا شي افغانان څلویښت کاله نور د مقاومت توان لري.
ستانکزي پرته له دې، چې پر افغانستان د پاکستان د توغنديزو بریدونو يا بلې کومې بهرنۍ لاسوهنې يادونه وکړه، زياته کړه: که چا دې خاورې ته بد وکتل سترګې یې پرې را وباسو.
دغه طا-لب مقام ټینګار وکړ، چې له هیچا سره جنګ نه غواړي، خو که څوک د افغانستان سرحدونو او هیواد لپاره بد نیت ولري، پر وړاندې یې دریږي.
‏عباس ستانکزي په خپلو دې څرګندونو کې د نجونو د ښوونځيو له تړل کیدو یو ډول دفاع وکړه او په دې کې ېې د طا-لبانو د ملامت ګڼلو پر ځای خلک تورن کړل، چې ګواکې خپلې نجونې ښوونځيو ته نه استوي.
هغه وويل: موږ نشو کولی خلکو ته په زور ووایو، چې خپلې نجونې ښوونځیو ته ولیږئ، هغو ځایونو کې چې پخوا نجونې ښوونځيو ته تللې اوس هم ځي.
ستانکزی په ورته وخت کې له افغانستان څخه د میلیونونو کادرونو وتو ته اندیښمن و.
هغه وويل، ځوانان دې له هیواده نه وځي، اقتصادي ستونزې شته، خو د هیواد پرېښودل د حل لار نه ده.
د طالبانو د بهرنيو چارو وزارت مرستيال له يوې خوا له هېواده د وتونکو خلکو په قانع کولو کې د خپل حکومت پاتې راتګ تایید کړ، خو ورسره یې بهر ته له ورغلو افغان متخصصينو وغوښتل، چې بیرته هېواد ته ستانه شي.
عباس ستانکزي وويل: هغه کسان چې له هیواده وتلي ټلیفونونه ورته کوو، څو بېرته هیواد ته راشي هغه عزت چې دلته دی هلته نشته، خو دوی د شک په سترګه ګوري، موږ باید دغه بې باوري نوره ختمه کړو.
ستانکزی په نننۍ وینا کې د خپل حکومت له رسمیت پیدا کولو نهيلي وښوده او ويې ويل: زموږ پروړاندې تر ټولو لویه ستونزه له نړۍ سره جوړجاړی دی، هغوی په روښانه موږ ته وايي چې په رسمیت مو نه پېژنو.
دغه طا-لب مقام له نړۍ سره د خپلې ډلې د حکومت تعامل مهمه اړتیا وګڼله، خو ټينګار يې وکړ چې په دې اړه به یو ذره هم نرمښت ونه کړي.
هغه په دې اړه وویل: موږ نړۍ سره روابطو ته ضرورت لرو، موږ اړتیا لرو چې نړۍ سره سیال شو، خو نور هیوادونه په موږ شرط ږدي.
خو طا-لبان به پر خپلو جهادي ارزښتونو یوه زره معامله هم ونه کړي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا