اسلایدشوروستي خبرونهسیاستنړۍ

فرانسه اسرائیلي رژیم ته: په لبنان کې د جګړې له پراخېدو ډډه وکړئ!

ډید خبري اژانس: د فرانسې ولسمشر د اسرائیلي رژیم له چارواکو غوښتي چې په لبنان کې د جګړې له پراخېدو ډډه وکړي.

د فرانسې خبري اژانس د راپور له مخې، ایمانویل مکرون دغه غوښتنه د سه شنبې په ورځ (د جنورۍ ۲/ جدی ۱۲) د اسرائیلي رژیم د جنګي کابینې له یوه غړي بیني ګانټز سره د ټیلیفوني تماس له لارې وکړه.

د الیزي ماڼۍ د مکرون له قوله ویلي: «د هر ډول شخړې مخنیوی، په ځانګړې توګه په لبنان کې، چې د شخړې د زیاتیدو لامل کیږي، یو اړین دی».

په دغه اعلاميه کې زياته شوې چې د فرانسې حکومت به دغه پيغام له ټولو هغو فعالانو سره شريک کړي چې په سيمه کې په مستقيم او غير مستقيم ډول ښکېل دي.

د الیزی ماڼۍ دا هم وویل چې د ګانتز سره د خبرو په ترڅ کې، ماکرون یو ځل بیا د اسراییلو او حماس ترمنځ د دایمي اوربند غوښتنه وکړه.

د فرانسې ولسمشر دغه څرګندونې د لبنان په پلازمېنه بیروت کې د اسرائیلي رژیم له برید وروسته کړې دي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا