اسلایدشوافغانستانروستي خبرونه

جمهوررئیس غني او د قطر امیر ټلیفوني خبرې وکړې

د افغانستان اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمداشرف غني نن له غرمې مخکې د قطر امیر شیخ تمیم بن حمد آل ثاني سره ټلیفوني خبرې وکړې.

د ارگ د راپور له مخی، په دغه ټلیفوني مکالمه کې د قطر امیر، په یاد هیواد کې د افغانستان د مخکېني سفیر انجنیر عبدالحکیم دلیلي د وفات په خاطر جمهوررئیس او د افغانستان ولس ته د خپلې خواخوږۍ او همدردۍ مراتب، څرګند کړل.
همدا راز دواړو لوریو د افغانستان پرسولې پروسې د بحث ترڅنګ په سملاسي اوربند ټینګار وکړ او د قطر امیر ژمنه وکړه چې حکومت به یې اوربند ته د زمینې
برابرولو هڅې وکړي.
د دغې ټلیفوني مکالمې په پای کې جمهوررئیس غني او د قطر امیر د دواړو هیوادونو ترمنځ د اړیکو او همکاریو د پیاوړتیا او په ځانګړي ډول د سوداګریزو اړیکو پر پراختیا بحث او خبرې وکړې.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا