روستي خبرونهسیمه

د ایران د ولسمشر حسن روحاني  ورور د مالي جرم په تور  ونیول شو

په ایران کې د ولسمشر حسن روحاني ورور  حسین فریدون  د مالي جرم  په تور  ونیول شو.

د ایران د قضایه قویې  ویاند  محسني اژه ايي ویلي دي چې  د ایران د ولسمشر ورور  حسین فریدون په اړه  په ډیرو زیاتو مواردو کې تحقیقات دوام لري چې ددوې له جمع نه د مالي جرمونو په تور  نیول شوی او زنداني ته معرفي شوی دی.

ویاند ویلي دي چې  حسین فریدون چې د ولسمشر روحاني  د ځانګړي سلاکار په توګه هم  دنده لري  پرون د محکمې لخوا په ضمانت  خوشې شو خو دا چې نوموړی  د ضمانت خط په راوړولو کې  پاتې  راغی  د محکمې لخوا زندان ته واستول شو.

ویاند ویلي دي چې  د حسین فریدون د په دوسیه کې  یو زیات شمیر نور کسان هم  دخیل  دي چې اوس په زندان کې دي.

ویاند ویلي دي هر کله چې حسین فریدون  د ضمانت خط شرایط پوره کړي او ضمانت خط راوړي  د خوشې به شي.

د ولسمشر حسن روحاني  کشر ورور  او د هغه  سلاکار حسین روحاني  په یو زیات شمیر مالي تورونو تورن شوی دی.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا