اسلایدشوروستي خبرونهسیاستسیمهمنطقیمهم مطالبنړۍ

د ایران ولسمشر:

تمه کیږي چې اسلامي هیوادونه به د فلسطین د مسئلې په اړه یوې قاطع پریکړې ته ورسیږي

دید خبری آژانس: د ایران ولسمشر ابراهیم رئیسي د اسلامي همکاریو د سازمان د غړو هیوادونو په فوق العاده غونډه کې د ګډون لپاره سعودي عربستان ته له سفر مخکې وویل، تمه لري چې دغه سازمان د فلسطین د مسئلې په اړه یوې قاطع پریکړې ته ورسیږي.

د ایران ولسمشر ابراهیم رئیسي د اسلامي همکاریو د سازمان د غړو هېوادونو د مشرانو په بېړنۍ غونډه کې د ګډون په موخه نن سهار (۲۰ عقرب) د سعودي عربستان په لور روان شو.

د راپورونو له مخې، شاغلی رییسی سعودي عربستان ته له تلو مخکې له خبریالانو سره په خبرو کې وویل: دا سفر د اسلامي همکاریو د سازمان د سرمنشي په بلنه چې وخت په وخت د سعودي عربستان د پاچا په مشرۍ ترسره کېږي.

د ایران ولسمشر په ریاض کښې د اسلامی ملګرتیا د سازمان د غړیو هیوادونو د مشرانو د غونډې په هکله هم څرګنده کړه چې د فلسطین مسئلې ته په پام سره او په غزې باندې د اسرائیلو د حملو په هکله به دغه پریکړه لیک په بشپړه توګه اجرا او عملی شی. دا میدان اوس د وینا او اعلان میدان نه دی، باید د عمل ډګر وي.

د بله پلوه د ایران د بهرنیو چارو وزیر حسین امیر عبداللهیان په خپله ایکس پاڼه کې لیکلي دي چې د غزې د مسلې د اهمیت په خاطر به نن په ریاض کې د اسلامي او عربي هیوادونو د مشرانو فوق العاده غونډه جوړه شي.

عبداللهیان زیاته کړه: په دې غونډه کې به جلالتمآب جمهور رئیس مهم وړاندیزونه وړاندې کړي. د غزې په تړانګه کې د فلسطین د آزادۍ له مقاومت سره په جګړه کې د امریکا له بشپړ حضور سره سره نتانیاهو خپله دوهمه ستره ماتې وخوړه.

د یادولو وړ ده چې د اسلامي همکاریو د سازمان (OIC) د ۵۷ غړیو هیوادونو مشران به په خپله اتمه فوق العاده غونډه کې چې نن په ریاض کې جوړیږي پر فلسطیني وګړو د اسراییلو د بریدونو په اړه خبرې وکړي.

اړونده مقالې

دکمه بازگشت به بالا