اسلایدشوامنیت و حوادثروستي خبرونهسیاستمهم مطالبنړۍ

د غزې بحران؛ د وژل شویو فلسطینیانو شمېر تر دیارلس زرو واوښت

ديد خبري اژانس : دفلسطيني ادارې د رسنيو دفتر اعلان وکړ چې د ميزان د مياشتې له پنځلسمې نيټې څخه په غزې تړانګې د اسرائيلو په بريدونو کې څه دپاسه ديارلس زره تنه وژل شوي دي.

د ورکړل شویو شمېرو له مخې، په وژل شویو کې تر ۵۵۰۰ ډېر ماشومان وو.

دا هم ویل شوي، چې پر غزې د اسرائیلي رژیم د بریدونو له پیل راهیسې تر ۳۰ زره ډېر کسان ټپیان شوي دي، چې ۷۵ سلنه یې ماشومان او ښځې دي.

د اسراييلو لومړي وزير بنيامين نتنياهو پرون اعلان وکړ چې تر اوسه د اوربند په اړه کومې موافقې ته نه دي رسېدلي.

ښاغلي نتانیاهو ویلي، که یرغمل شوي کسان خوشي شي، نو موقتي اوربند ته به چمتو وي.

په عین حال کې د اسرائیلو د رژیم پوځ ویلي دي چې د میزان له ۱۵ نیټې راهیسې د دغه رژیم ۳۸۰ پوځیان له حماس سره په جګړه کې وژل شوي دي.

د الجزیرې خبري آژانس لیکلي دي چې د غزې تړانګې ته د اسرائیلي ځواکونو له ننوتلو وروسته دغه ۶۶ پوځیان ووژل شول.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا