اسلایدشوافغانستانروستي خبرونهسیاست

د خوړو نړیوال پروګرام: افغانستان ته مو ۱۵۰۰ بشري الوتنې وکړې

ډید خبري اژانس: د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام اعلان کړی چې سږ کال یې افغانستان ته د بشري مرستو ۱۵۰۰ الوتنې کړې دي.

د خوړو نړیوال پروګرام د یکشنبې په ورځ (د سرطان په ۱۸ مه) اعلان وکړ چې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د ادارې (UNHAS) سږ کال افغانستان ته ۱۵۰۰ الوتنې کړي دي.

دې ادارې دا هم ویلي چې په الوتنو کې ۸۵۰۰ مسافر او ۱۹ ټنه بشري کارګو لېږدول شوي دي.

د خوړو نړیوال پروګرام زیاته کړه، چې په دې لېږد کې طبي وسایل، درمل او واکسینونه شامل وو.

دا په داسې حال کې ده، چې تر دې وړاندې د خوړو نړیوال پروګرام په افغانستان کې د بشري وضعیت د خرابوالي او د بودیجې د کموالي خبره کړې وه.

دغه سازمان وايي چې دا اوس کولی شي یوازې د ۱۵ ملیون اړو خلکو څخه پنځه ملیونه مرسته وکړي.

د خوړو نړیوال پروګرام اعلان کړی چې په راتلونکي ژمي کې د افغانستان له خلکو سره د مرستې لپاره یو میلیارد ډالرو بودجې ته اړتیا لري.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا