اسلایدشوبشری حقونهروستي خبرونهسیاستمنطقیمهم مطالبنړۍ

اسرائيلي رژيم په غزه کي لس زره فلسطيني ميرمني وژلي دي

ډید خبري اژانس: ملګري ملتونه وايي، د اسرائیلو رژیم د تېر کال له اکتوبر میاشتې راهیسې په غزه کې لس زره ښځې وژلي دي.

ملګرو ملتونو په غزه کې د اسرائیلي رژیم د نسل وژنې په اړه په خپل تازه راپور کې ویلي چې په تېرو ۶ میاشتو کې په غزه کې تر ۱۰ زرو زیاتو ښځو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

په دغه راپور کې، چې په غزه کې د شپږ میاشتنۍ جګړې د پای ته رسېدو پر مهال خپور شوی، په دغه تنګ ساحلي پټه کې د اسرائیلي پوځ او حماس تر منځ جګړه د «ښځو پر وړاندې د جګړې» په نوم یاد شوې ده.

په دغه راپور کې ویل شوي، چې په تېرو شپږو میاشتو کې د وژل شویو ۱۰ زره مېرمنو له ډلې ۶ زره یې میندې وې او اوس د دوی له مړینې وروسته ۱۹ زره یتیم ماشومان پاتې دي.

ملګري ملتونه وايي، هغه ښځې چې له جګړې ژوندي پاتې شوې، کونډې، بې کوره او بې کوره شوې او اوس له لوږې او قحطۍ سره مخ دي.

د دې راپور له مخې، د غزې په تړانګه کې له یو میلیون څخه زیاتې ښځې او نجونې نږدې «خوراکي او د څښاک اوبو، تشنابونو او روغتیا ساتنې اسانتیاوو ته له لاسرسي پرته ژوند کوي او د اړوندو ناروغیو له خپریدو سره مخ دي».

د ملګرو ملتونو راپور په غزه کې د ښځو او جنګی کډوالو وضعیت «غیر انساني» بللی دی.

د غزې د روغتیا اداره وايي، د تیر اکتوبر له جګړې راهیسې ۳۳۸۴۳ فلسطینیان وژل شوي دي.

په تېرو څو ورځو کې په لوېدیځو رسنیو کې د یوې ځوانې نجلۍ ویډیو خپره شوه، چې یوازې پوستکی او هډوکي یې پاتې وو، په لوږه مړه شوې وه.

پرون په سانفرانسیسکو کې د فلسطیني ملاتړو یوې ډلې د څو ساعتونو لپاره د ښار د ګولډن ګیټ برج وتړله او د غزې تراژیدي ته یې د نړۍ د پاملرنې غوښتنه وکړه.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا