اسلایدشوروستي خبرونهسیمه

ایراني چارواکي: په افغانستان کې د مخدره موادو تولید زیات شوی دی

دید خبری آژانس: د ایران د نشه ایزو موادو سره د مبارزې د ادارې عمومی منشی وویل په افغانستان کښې د نشه ایزو موادو تولید زیات شوی او دا د ټولې نړۍ لپاره یو خبرداری دی.

د ایران د مخدره موادو پر ضد د مبارزې د ادارې عمومي منشي اسکندر مومني دغه موضوع د ایران او پاکستان د همکارۍ په درې اړخیزه غونډه کې څرګنده کړه.

ده وويل: د نشه يي توکو اصلي سرچينه افغانستان دى او په دې وروستيو کلونو کې په دغه هېواد کې د نشه يي توکو د توليد کچه لوړه شوې ده.

مومني زياته کړه: په دغه هېواد کې د نشه يي توکو د توليد زياتوالى د نړۍ او سيمې د ټولو هېوادونو لپاره يو خبردارى دى چې بايد ورسره چلند وشي.

هغه دا هم ویلي دي چې د ایران او پاکستان د مخدره موادو پر ضد د مبارزې د پولیسو اصلي تمرکز باید په افغانستان کې د مخدره موادو د تولید د کنټرول پر مسالې وي.

په افغانستان کې د نشه یي توکو تولید هغه ستونزه ده چې له څو لسیزو راهیسې روانه ده او په دې هېواد کې هیڅ حکومت یې په له منځه وړلو کې نه دی بریالی شوی.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا