اسلایدشوافغانستانروستي خبرونهسیاست

ملګري ملتونه کار کوي چې د دوحې په غونډه کې د مدني ټولنې د ګډون کوونکو نوملړ چمتو کړي

ډید خبري اژانس: ملګري ملتونه د دوحې د غونډې لپاره د ښځو او مدني ټولنې د ګډون کوونکو نوملړ بشپړوي. د دغه نوملړ یوه مسوده خپره شوې ده.

د ملګرو ملتونو دننه سرچینو څرګنده کړې چې دا سازمان په دوحه کې د ځانګړي استازي راتلونکې غونډې لپاره د ښځینه ګډون کونکو او د مدني ټولنې غړو لیست چمتو کوي.

تمه کیږي چې دا لیست به ډیر ژر بشپړ شي.

ښځینه فعالانې په ورته وخت کې په دې غونډه کې د ګډون لپاره د خپلو همکارانو لیست چمتو کوي.

هدیه صاحبزاده وویل: د سه شنبې په ورځ له لسو څخه تر ۱۵ پورې ښځې د بنسټونو او خوځښتونو له خوا وټاکل شوې. ده زياته کړه: په همدې حال کې د اعتراض کوونکو ښځو يو ليست په مجازي غونډه کې وټاکل شو او د ملګرو ملتونو سرمنشي ته واستول شو.

د ښځو د اعتراضي خوځښت مشرې کریمې اعظم د دوحې په غونډه کې د ښځو پر پراخ ګډون ټینګار کړی دی.

اعظم څرګنده کړه: د دوحې په غونډه کې چې د افغانستان د مظلومو ښځو لپاره یوه پرېکنده غونډه ده، باید د افغانستان له دننه څخه ښځې ګډون وکړي، نه یو څو «ناکام شخصیتونه» چې زموږ حقونه یې څو څو ځله اخیستي دي.

یوې بلې فعالې ترنم سعیدي وویل: د افغانستان په اړه باید جدي تصمیم ونیول شي او دغه وضعیت باید پای ته ورسېږي. موږ له نړیوالې ټولنې غوښتنه کوو چې د افغانستان د راتلونکي په اړه، د افغانستان د حاکمیت په اړه، د افغان حکومت په اړه د دوه ګوني معیارونو پالیسي بدله کړي او د هغو ترهګرو ډلو له ملاتړه لاس واخلي چې د ملګرو ملتونو په تور لیست کې دي.

په دوحه کې دا حساسه غونډه چې په دولسو ورځو کې جوړېږي، د افغانستان د راتلونکي لپاره ډېره مهمه بلل کېږي.

که څه هم طا-لبانو دې غونډې ته خپل پلاوی نه دی ټاکلی، خو ښځې او مدني فعالان له ملګرو ملتونو غواړي چې طا-لبان دې په افغانستان کې د بشري حقونو، په ځانګړې توګه د ښځو او نجونو حقونو او ازادۍ ته درناوی وکړي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا