اسلایدشوامنیت و حوادثروستي خبرونهسیاستمهم مطالبنړۍ

جنرال باقري: دصهیونیسټ رژیم پرضد عملیات پای ته ورسیدل

دید خبری آژانس: د ایران د وسله والو ځواکونو لوی درستیز جنرال محمد باقري وايي، د اسرائیلي رژیم پر ضد برید «خپل هدف ته رسېدلی او زموږ په اند عملیات پای ته رسېدلي دي».

هغه د ایران د خبر ټلویزیوني چینل ته وویل، که اسراییل په سیمه کې پر ایران یا د ایران پر پوځي مرکزونو برید وکړي، «زموږ راتلونکي عملیات به له دې څخه ډېر لوی وي».

ښاغلي باقري دا هم وویل چې ایران د سویس د سفارت له لارې امریکا ته پیغام استولی چې که امریکا پر ایران د اسرائیلي رژیم له خوا په احتمالي غچ اخیستونکي برید کې برخه واخلي، «په سیمه کې د امریکا اډې به امنیت ونه لري».

د ایران د وسله والو ځواکونو لوی درستیز ویلي، ایران د دې وړتیا لري چې پر اسرائیلي رژیم «لس چنده لوی» برید وکړي، خو دا کار یې نه دی کړی او د دی رژیم پر «آبادۍ او اقتصادي مرکزونو» یې له بریدونو هم ډډه کړې ده.

ایران د شنبې په شپه پر اسرائیلي رژیم له ۳۰۰ ډېرو بې پیلوټه الوتکو، کروز او بالستیک توغندیو برید وکړ.

د ایران دغه برید څو ورځې وړاندې په دمشق کې د ایران پر کونسلګرۍ د اسرائیلي رژیم د هوايي برید په غبرګون کې شوی دی.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا