اسلایدشوافغانستانروستي خبرونهسیاست

د ایران د بهرنیو چارو وزیر د افغانستان په اړه د اسلامي همکاریو د سازمان له ځانګړي استازي سره سلامشورې وکړې

دید خبری آژانس: د ایران د بهرنیو چارو وزیر د افغانستان لپاره د اسلامی ملګرتیا سازمان له ځانګړی استازی سره وکتل او د دغه هیواد په حالاتو یې خبرې اترې وکړې.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر حسین امیر عبداللهیان په افغانستان کې د اسلامي همکاریو د سازمان د عمومي منشي له مرستیال او ځانګړي استازي طارق علي بخیت سره وکتل او د اسلامي همکاریو د سازمان له نظره یې د دغه هېواد د وروستیو حالاتو او پرمختګونو په اړه خبرې وکړې.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر په ایران کې له افغان کډوالو سره د نړیوالو بشردوستانه مرستو پر اړتیا ټینګار وکړ او په افغانستان کې یې د اوسنۍ معیشیت او بشري ستونزو د حل لپاره د فعالیتونو د لا چټکتیا غوښتنه وکړه.

د يادونې وړ ده، چې ايران له څو کلونو راهيسې د ميليونونو افغان کډوالو کوربه دى او په افغانستان کې له وروستيو سياسي تحولاتو وروسته د ايراني چارواکو د شمېرو له مخې هره ورځ له پنځو زرو څخه زيات افغانان دغه هېواد ته کډوالېږي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا