اسلایدشوامنیت و حوادثروستي خبرونهسیمه

د پاکستان په لویدیځ کې د سختو بارانونو او سیلابونو له امله ۲۳ تنه وژل شوي دي

دید خبری آژآنس: پاکستاني چارواکو اعلان کړی، چې په تېرو ۴۸ ساعتونو کې په دغه هېواد کې د سختو بارانونو له امله ۲۹ تنه مړه شوي دي. یوازې په خیبر پښتونخوا کې ۲۳ تنه مړه شوي دي.

پاکستاني چارواکو نن یکشنبه (د کب ۱۳مه) اعلان وکړ چې په تېرو ۴۸ ساعتونو کې په ټول هېواد کې د سختو بارانونو له امله لږ تر لږه ۲۹ کسان مړه او ۵۰ نور ټپیان شوي دي.

د اسوشیټیډ پریس په وینا، بارانونو د یو شمیر کورونو د نړیدو او د ځمکې ښویدنې او سړکونو په ځانګړې توګه د هیواد په شمال لویدیځ کې د بندیدو لامل شوی دی.

بل خوا د خيبر پښتونخوا ايالت د طبيعي پېښو پر وړاندې د مبارزې ادارې په يوه خبرپاڼه کې ويلي، چې د پنجشنبې له شپې راهيسې له افغانستان سره پر پوله د دې صوبې په بېلابېلو سيمو کې د بارانونو له امله شاوخوا ٢٣ کسان وژل شوي دي.

د بلوچستان ایالت په ساحلي ښار ګوادر کې د سېلابونو له امله پنځه تنه مړه شوي او چارواکي اړ شوي چې د خلکو د ایستلو لپاره له کښتیو کار واخلي.

سږکال پاکستان د ژمي بارانونو کې د غیر معمولي ځنډ شاهد دی چې د نومبر پرځای د فبرورۍ څخه پیل کیږي.

په ۲۰۲۲ کې، د مونسون غیر معمولي بارانونو او سیلابونو د پاکستان ډیری بې وزله سیمې ویجاړې کړې، له ۱,۷۳۹ څخه ډیر خلک یې ووژل، د اټکل له مخې یې ۳۳ ملیون خلک اغیزمن کړل، او نږدې ۸ میلیونه یې بې ځایه کړل.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا