اسلایدشوبشری حقونهروستي خبرونهسیاستمهم مطالبنړۍ

ملګري ملتونه: په اشغال شوي فلسطین کې د اسراییلو د میشت ځایونو جوړول په بې ساري ډول زیات شوي

ډید خبري اژانس: د ملګرو ملتونو د بشري حقونو عالي کمېشنرۍ په اشغال شوي فلسطیني سیمو کې د مېشت ځایونو بې ساري زیاتوالي ته په اشارې سره، د اسرائیلي رژیم له خوا دغو سیمو ته د یهودانو لېږد یو «جنګي جنایت» بللی دی.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو عالي کمېشنر فولکر توریک ویلي، د اسرائیلي میشت ځایونو د جوړیدو په اړه د قوانینو څخه سرغړونې او تاوتریخوالی نوي حد ته رسیدلي او د فلسطیني دولت د جوړیدو هر ډول عملي امکان ګواښي.

په دې اړه د فولکر ترک راپور به د روانې میاشتې په پای کې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا ته وړاندې شي.

دغه راپور د ۲۰۲۳ کال د اکټوبر تر پایه پورې د یوه کال په ترڅ کې د اسرائیلي رژیم له خوا د ۲۴۳۰۰ نویو کورونو د جوړولو اسناد لري. دا شمېره په دې برخه کې د اسراییلي رژیم د میشت ځایونو د څارنې له پیل راهیسې یو نوی ریکارډ څرګندوي.

راپور همداراز د حماس له خوا له برید وروسته په لوېدیځه غاړه کې د فلسطینیانو پر وړاندې د میشت ځایونو او اسراییلي حکومت له خوا په تاوتریخوالي کې د پام وړ زیاتوالي خبر ورکړ.

د دغه راپور له مخې، د تېر کال د اکتوبر له اوومې راهیسې په لوېدیځه غاړه کې له ۴۰۰ ډېر فلسطینیان د اسرائیلي ځواکونو او یا هم مېشتو یهودیان له خوا وژل شوي دي.

ملګري ملتونه او یوشمېر هېوادونه وايي، چې په لوېدیځه غاړه کې د اسراییلو مېشت ځایونه د دغه تړون د عملي کېدو مخه نیسي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا