اسلایدشواقتصاد او پراختیاروستي خبرونه

ملا برادر د بریښنا له پوروړو څخه د امنیتي ادارو په زور د پيسو ټولولو امر وکړ

د دید خبری آژانس: د طا-لبانو د ریاست‌الوزراء د اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ اقتصادي کمېسیون د دوی امنیتي ارګانونو ته دنده وسپارله، څو له دولتي ادارو او زورواکانو څخه د «افغانستان برېښنا شرکت» د پورونو په راټولولو کې له برېښنا شرکت سره جدي همکاري وکړي.


د طا-لبانو د ادارې يوه وياند انعام الله سمنګاني ویلي، چې طا-لب چارواکو د خپل اقتصادي کمیسیون په غونډه کې پر ځینو نورو موضوعاتو هم خبرې کړي دي.
د طا-لبانو له واکمنیدو سره ډېرو خلکو د اقتصادي ستونزو له امله د بریښنا لګښتونه نه دي ادا کړي او پوروړي شوي يې دي.
طا-لبانو نه دي ويلي، چې له « زورواکو» څخه يې هدف څوک دي؟
د دولتي ادارو او ټولو خلکو د بریښنا پورونو د نه ورکولو اصلي دلیل په هېواد کې حاکم اقتصادي ناورين ګڼل کېږي.
له طا-لبانو څخه د بریښنا مشتریان شکایت لري، چې له واکمنیدو سره یې د برېښنا بیلونه ورباندې زيات شوي.
بريښنا شرکت بيا په شفاف ډول د خپلو مصارفو په ټولولو ټینګار کړی او ویلي، چې که پخواني چارواکي یې میلیونونه افغانۍ پورونه ورنه کړي، کورونه او شتمنۍ به یې ور خرڅ کړي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا