اسلایدشوبشری حقونهروستي خبرونهسیاستسیمهمنطقیمهم مطالبنړۍ

پاکستان دصهیونیسټ رژیم دا ګواښ چې دفلسطین پرضد د اټومي ځواک د کارولو ګواښ یې کړی وغندله

ډید خبري اژانس: د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د فلسطین د خلکو پرضد د اټومي ځواک د استعمال په اړه د صهیونیسټي رژیم د وزیر څرګندونو ته غبرګون وښود او دا یې نړۍ ته یو خبرداری وباله.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت پرون په یوه بیان کې د اسراییلو د وزیر هغه اندېښمنونکې څرګندونې وغندلې چې د فلسطینیانو پر ضد یې د اټمي ځواک د کارولو احتمال یاد کړی و.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د صهیونیسټي رژیم د وزیر له څرګندونو سره خپل ښکاره مخالفت څرګند کړ او ویې ویل دغه څرګندونې د اندیښنې وړ او د قومي تصفیې او نسل وژنې د ناوړې پدیدې د خورولو د اندیښنې وړ انګېزه ده.

پاکستان له نړیوالې ټولنې غوښتي چې د دې ډول بیانیو پراخې پایلې وپیژني، ځکه چې دا د سیمې سولې، امنیت او ثبات ته د زیان رسولو وړتیا لري.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت زیاته کړې، چې دغه پېښه باید نړۍ ته یو څرګند پیغام وي او په سیمه کې د اسرائیلو د تېري پر احتمالي ګواښ ټینګار وکړي.

باید یادونه وشي چې د اسرائیلي رژیم د میراث وزیر، د نتانیاهو په ایتلافي حکومت کې د ښي اړخي ګوند غړی، د غزې د اټومي برید د احتمال په اړه د هغه څرګندونو له امله «تر بل خبرتیا پورې» د کابینې له غونډو څخه وځنډول شو.

دا په داسې حال کې ده چې د اسرائیلي رژیم په بریدونو کې د وژل شویو فلسطینیانو شمېر له لسو زرو واوښت.

ملګرو ملتونو غزه د ماشومانو هدیره بللې ده.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا