اسلایدشوبشری حقونهروستي خبرونهسیاستمهم مطالبنړۍ

د پاکستان لومړی وزیر: پر الاهلي روغتون د اسرائیلو برید په کلکه غندو

دید خبری آژانس د خبر له مخې: د پاکستان لومړی وزیر انوارالحق کاکړ د غزې په تړانګه کښې په یو روغتون د اسرائیلو د رژیم حمله په سختو ټکو غندلې ده او په نړیوالې ټولنې یې غږ کړی دی چې تاوتریخوالی ودروی.

کاکر د چهارشنبې په ورځ (د میزان په ۲۶ مه) په ایکس کې لیکلي چې موږ په غزه کې د الاهلي الممداني پر روغتون د اسراییلو برید په کلکه غندو چې په پایله کې یې ګڼو ملکي وګړو ته مرګ ژوبله واوښته.

کاکر: د روغتون په نښه کول، د اړو کسانو لپاره سرپناه، یو نه منلو وړ غیر انساني عمل دی.

هغه زیاته کړه چې نړیوال بشردوستانه قوانین د روغتونونو او روغتیايي پرسونل ملاتړ کوي.

د پاکستان لومړي وزیر زیاته کړه: موږ د دې بې توپیره هدفي بریدونو د پای ته رسولو غوښتنه کوو او له نړیوالې ټولنې څخه غواړو چې د تاوتریخوالي د بندولو لپاره ژر تر ژره اقدام وکړي او چارواکي حساب کړي.

د يادونې وړ ده، چې د اسرائيلي رژيم په دغه بريد کې تر ۵۰۰ ډېر کسان، چې ډېری يې ښځې او ماشومان دي، وژل شوي دي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

هم چک کړئ
بستن
دکمه بازگشت به بالا