اسلایدشوافغانستانامنیت و حوادثروستي خبرونه

هرات یو ځل بیا د ریښتر په کچه ۶،۵ درجې زلزلې ولړزاوه

دید خبری اژانس وایی، د اروپا او مدیترانې د زلزلې مرکز د افغانستان په لویدیځ کښې په هرات ولایت کښې د یوې بلې زلزلې د ټکانونو خبر ورکړ.

د اروپا او مدیترانې د زلزلې مرکز (EMSC) د یکشنبې په ورځ (۲۳میزان) اعلان وکړ چې د ریښتر په کچه د ۶،۵ درجې زلزلې د افغانستان لویدیځ ولړزاوه.

دغه مرکز زیاته کړه: دغه زلزله په لس کیلومترۍ کې ژوره وه.

دا دویم ځل دی چې پرله پسې زلزلې د هېواد لوېدیځه برخه چې مرکز یې هرات دی لړزولی دی.

په همدې حال کې د افغانستان د دې سیمې اوسیدونکي د وروستیو زلزلو له امله په ویره او ټکان کې دي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا